کای آيدی: "اوس مهمه دا ده چی د افغانستان قضا پياوړې شی او نورپوليس وروزل شي"
۱۳۸۷ فروردین ۳۰, جمعهد پنجشنبې په ورځ دۍ د لومړي ځل لپاره د آلمان له مشرتابه سره د خبرو لپاره برلين ته ورسيد. نینا ورکهایزر رپوټ راکوی چی:
د ملګرو ملتو نوۍ ځانګړۍ استازۍ کای آیدی تر هر څه د مخه د افغانستان لپاره د بیا جوړونې د مرستو په برخه کی هڅې کوی ،کومې چې ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره په نظر کی نیولې دی.
خو تجربه لرونکې سیاستوال په افغانستان کی د ناتو او ملګرو ملتونو تر منځ د لا ښه ګډ کار هڅې هم کوی ، یعنی سرتیرو او ملکی مرستندویو تر منځ، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي برلین ته په رسیدو سره وویل چی د پوځ په وړاندې د ویرې کوم احساس نه لري.
دۍ وایی: «ما یوولس کاله له ناتو سره کار کړیدۍ او د هغه نه څلور کاله په ناتو کی د ناروې د سفیر په توګه، زه پوهیږم چی ناتو څه غواړي؟ او زه فکر کوم چی هلته خلاص غوږونه لرم.که څه هم چی زه غواړم د ملکیانو او پوځ تر منځ ګډ کار لا ښه کړم ،خو دا په ځای پاتې کیږی چی ناتو او ملګري ملنونه په افغانستان کی د بیاجوړونې جلا جلا دندې لري».
آیدې چی په بوسنییا او کوسووا کی هم د ملګرو ملتونوځانګړۍ استازۍ وو وایی:
«اوس مهمه دا ده چی د افغانستان قضا پیاوړې شی او نوربولیس وروزل شی. تر اوسه نړیوالې ټولنې په افغانستان کی پوځي ماموریت ته سخته پاملرنه کړیده».