1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کای آيده: پاکستان له ياغيانو سره د خبرو مخه بنده کړې ده

۱۳۸۸ اسفند ۲۸, جمعه

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتوپخواني خاص استازي ،کای آيده وويل چی په پاکستان کي دافغاني طالبانودلوړپوړوکسانو نيول، د ملګرو ملتو سره دسولي پټي خبري ودرولې...

https://p.dw.com/p/MWaN
د افغانستان لپاره د ملگرو ملتو پخواني خاص استازی، کای آيدهانځور: AP

دا خبره، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو پخواني استازي کای ايدي اوس کوي.

ايدي چي د رواني ميلادی مياشتي په پيل کي د خپل ماموريت څخه لاس واخيست د لومړي ځل لپاره دا خبره ومنله چي د طالبانو له لوړ پوړ کسانوسره يې خبري کړی دي، خو ويې ويل :« کله چي پاکستان د هغوی د څوتنو مشرانو په نيولو لاس پوری کړ، د ملګرو ملتواو د طالبانو ترمنځ اړيکي غوڅي شوې.»

نوموړي نارويژي ديپلومات چي په اوسلو کي له خپل کور څخه د بريتانيا د نشراتي مؤسسې، BBC د انګريزی ژبي له خپروني سره يې په مستقيمه ډول خبري کولي وويل:« هو، دا صحيح ده کله چي زه په افغانستان کي وم ،ما د طالبانو له مشرانو سره وليدل.»

د ملګرو ملتواود طالبانو تر منځ د اړيکو په هکله لا مخکي نه تصديق شوي رپوټونه خپريدل، خو د هغه سازمان پخواني ځانګړي استازي، آيدي د لومړي ځل لپاره له دغو پټو اړيکو څخه پرده پورته کړه.

«لومړی تماس ښايي په تير پسرلي کي ؤ. بيا نو د ټاکنو پروسه پيل شوه چي د پټي ديپلوماسۍ په فعاليت کي چوپيتا راغله. خو کله چي انتخابات پای ته ورسيدل، دغه اړيکي له سره پيل شوې چي تردا څواونيو مخکي يې هم دوام درلود.»

د دې پوښتني په ځواب کي چي له طالبانو سره هغه چيري وليدل، کای آيده په ځواب کي وويل:« مخامخ خبري په دوبۍ او نورو ځايونو کي وشوې.» هغه په خبرو کي بحثونه د خپلي جملې له مخي« د خبرو اترو په هکله د خبرو لومړي پړاونه وګڼل.»

د ملګرو ملتو دغه پخوانی ديپلومات په دې باوردی چي دی فکرکوي، دغه ډول خبري د طالبانو د مشر ملا محمد عمر له اجازې پرته ښايی نه وی شوي.

آيدي زياتوي چي د تماسونو پروسه په تيروڅومياشتو کي ګړندی شوه، خو په پاکستان کي د طالبانود يو مشهور قوماندان او دهغو د ليکو ځيني نور لوړ پوړو کسانو نيولو سره دغه تماسونه بند شول.

کای ايدي په دې باور دی چي پاکستان هم د ملګرو ملتو او د طالبانو تر منځ د پټو خبرو څخه ښايي خبر ؤ. ده وويل:«زه باور نه لرم چي دغه کسان دی په تصادفي ډول نيول شوي وي. هغوی حتماً پوهيدل چي دوی څوک دي، څه ډول نقش دوی لوبوي، او نن يې تاسي نتيجه ګوری.»

کای آيدي پاکستان ته ګوته ونيوله اووويل:« پاکستانيانوهغه نقش ونه لوباوه چي بايد يې لوبولای وای. دوې حتما ددې څخه خبر وه»

د بريتانيا د نشراتي مؤسسې، BBC د انګريزي خپروني په رپوټ کي راغلي دي ،چي پاکستاني چارواکي پر دې ټينګار لري چي د طالبانو د مشرانو نيول په دې مقصد نه وه چي له ملګرو ملتو سره د هغو پټي خبري تاواني کړي.

AFPE/ باري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري