کاژينسکي:موږ ژمن يو چي د افغانستان سره د سولي په راوستلو کي مرستو ته دوام ورکړو
۱۳۸۸ فروردین ۱۹, چهارشنبهد پولنډ د دولت مشر ليخ کاژينسکي نن کابل ته رسيدلې او هلته يې د افغانستان د دولت له مشر حامد کرزي سره کتلي دي. په لنډ چي په راوان وخت کي هم د نړيوال سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کي افغانستان ته خپل 1600 عسکر استولي غواړي دغه هيواد ته د ولسمشرۍ د ټولټاکنو په وخت کي د سولي او ثبات د ساتني له پاره 400 نور عسکر هم افغانستان ته وليږي چي په دې توګه به د پولنډي عسکرو شمېر 2000 تنو ته ورسيږي.
دپولنډجمهوررئيس ليخ كاژينسكي د ولسمشر حامد کرزي سره تر څانګړي ليدني کتني وروسته په يوه ګډه خبري غوڼده کي د خبريالانو پوښتونو ته ځوابونه وويل.
په کابل کي د خبري غونډي په پيل کي ولسمشر حامدكرزي په داسي حال كي چي د افغانستان په اړه يې د نړيوالي ټولني اوپه ځانگړې توگه د اروپايي ټولني او ناټو د مرستو څخه مننه وکړه. ويې ويل دپولنډهيواد پر دې سربيره چي د پاريس له كنفرانس څخه ورسته يې د افغانستان په امنيتي سكتور او د بيارغوني په چاروكي د يادوني وړ مرستي کړي دي همدا اوسي يې په غزني ولايت كي سربازان په خوراسختو امنيتي دندو بوخت دي.
حامد كرزي د پولنډ او په ټوليزه توګه داروپايي ټولني او ناټو ددفاعي سازمان امنيتي جوړونكي فعاليتونه وستايل او په راتلونكي کې د زياتي همكارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز دپولنډ جمهور رييس په لنډو څرګندونو كي وويل موږ ژمن يو چي د نورو نړيوالو سره يوځای د افغانستان سره د سولي دټينگښت او په خاصه توگه د ترهگرۍ سره د مبارزې په بريالۍ كولو سره فعاله ونډه واخلو. هغه وويل چي د ناټو ددفاعي تړون دشپېتمي كليزي د لمانځلو په غونډه كي پردې خبري سوي چي څه ډول د افغانستان پوځ پياوړی شي تر څو ددې جوگه شي چي په خپلو اكه توگه عمل وكړي.
«موز په دې غونډه كي د افغاني پوليسو د روزني له پاره پرېكړي وکړې اوپر دې هم خبري وشوې چي د پوځ دپياوړي كولو ترڅنگ ددغه هيواد سره اقتصادي مرستي هم همداسي دوام وکړي.
پولنډ تير ماښام اعلان وکړی چي په افغانستان کي د جمهوري رياست د انتخاباتو د خوندي تر سره کيدو له پاره به هغه هيواد ته نور 400 سرتيري واستوي. ويل سوي دي چي کاژينسکي به په غزني کي د پولنډي سرتيرو سره هم وګوري.
جمال کوټوال
کتونکی. زيارمل