کار پوهان: د سولي د مشورتي جرگې په وړاندي د طالبانو څرگند دريځ خنډ دی
۱۳۸۹ خرداد ۵, چهارشنبهپه داسي حال کي چي افغان دولت د سولي دپاره د مشورتي جرګې د رابللو تکل کړی د وسله طالبانو پوځي بريدونه پياوړي سوي.
هغوئ ګواښ کړي چي په افغانستان کي د ميشتو بهرنيانو، افغان امنيتي ځواکونو او دولتي چارواکو په وړاندي به بريدونو ته نور هم شدت ورکوي.
د دولت د مخالفو وسله والو دغه دريځ په څرګنده د سولي په وړاندي يو ستر خنډدی.
د سولي د ملي مشورتي جرګې وياند ګل احمد احمدي رسنيو ته وويل، چي د جرګې د غړو د رابللو او د تخنيکي چارو د ښه سمبالولو په موخه جرګه به د غبرګولي پر دولسمه نېټه په کار پيل وکړي.
افغان کارپوهان د جرګي د ځنډيدو لاملونه سياسي بولي او د هغې د دايريدو په صورت کي يې هم پر نه اغېزمنتوب ټينګار کوي.
د سياسي چارو کارپوه اجمل سهيل په نظر د جرګې د ځنډيدو يو لامل د وسله والو طالبانو په جګړه ايزه ستراتيژي کي د بدلون نه راتلل دي.
د هغه په خبره که نړيواله ټولنه د جرګې څخه ملاتړ ونه کړي مثبتې پايلې به ونه لري.
د کابل پوهنتون استاد نسيم ګل توتاخيل په نظر د جرګې د رابللو د تخنيکي ستونزو تر څنګ پر هغې نيوکي کيږي، چي يوه دولتي جرګه ده او نړيواله ټولنه يې تر شا نه ده ولاړه.
د نوموړي په آند د افغانستان د ستونزو د له منځه وړلو دپاره د سولي د يو اړخيزي جرګې پر ځاي بايد د افغانستان په چارو کي د ښکيلو اړخونو او نړيوالو سازمانونو په ګډون دوديزه لويه جرګه رابلل سوې وای.
کار پوهان په دې نظر دي،چي د جرگې په اړوند د افغان دولت او نړيوالي ټولني په ليد لورو کي توپير ليدل کيږي. کيدای سي داسي پوستني په جرګه کي رامنځ ته سي،چي په افغانستان کي د نړيوالې ټولنې د شتون پرخلاف وي، چي په دې صورت کي به جرګه هيڅ اغيزمنتوب ونه لري.
بله خوا د ولسي جرګې غړو د يوه اعتراض په ترڅ کي ويلي، چي دوی به تر هغه پوري د سولي په مشورتي جرګه کي برخه وانخلي ترڅو،چي ولسمشر د کابينې پاته وزيران ولسي جرگې ته ور پېژندلي نه وي.
دغه راز د ډاکټر عبدالله تر مشرۍ لاندي د دولت سياسي اوپوزيسيون ګواښ کړی،چي د دوئ استازي به هم په جرګه کي ګډون ونه کړي.
انور بری پال/ کابل
کتونکی. زيارمل