1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: د افغانستان په اړه بايد اوباما د احتياط څخه کار واخلي

۱۳۸۷ آذر ۲۹, جمعه

د کارپوهانو يوې ټولني د امريکا نوي ولسمشر بارک اوباما ته په يوه ليږل سوي ليک کي ويلي چي په افغانستان کي د بهرني سرتيرو د زياتولو سره دي د افغان پوځ شمېر هم زيات سي

https://p.dw.com/p/GJd4
ولسمشر کرزی او د امریکا راتلونکی ولسمشر بارک اوباما
ولسمشر کرزی او د امریکا راتلونکی ولسمشر بارک اوباماانځور: AP

دا پداسي حال کي ده چي باراک اوباما د جنورۍ په مياشت کي د امريکا د اولسمشرۍ د دفتر چاري په غاړه اخلي. د نورو ننګونو تر څنګ د بوش حکومت اوباما ته د افغانستان ناحل سوی کړکېچ هم په ميراث کي پرې ايښی دی.

په واشنګټن کي مېشت بروکينګ نومي د کارپوهانو دغي ټولني پر اوباما ږغ کړی دی چي په افغانستان کي د قانونيت او عدل د ټينګولو تر څنګ بايد ددغه هيواد د اقتصاد د پر پښو درولو هڅه هم وکړي اوبل دا چي دافغانستان په ګاونډي هيواد پاکستان کي د ټيکاو راوستلو لپاره هلي ځلي وکړي.

د باراک اوباما په نوم پدغه ليک کي د امنيتي چارو کارپوه او د بروکينګ ټولني غړي واندا فېلباب براون، هغه خراب امنيتي حالت په ګوته کړی دی چي د پاکستان او افغانستان د پولو په سيمه کي وجود لري او د پاکستان د سياسي او اقتصادي چارو د کمزورۍ سبب ګرځي.

په ليک کي ويل سوي دي چي که د پاکستان حکومت په بشپړه توګه ناکامه سي او يا هم د پاکستان او هندوستان دپوځونو تر منځ جګړه رامنځ ته سي، نو به په سيمه کي يو ډېر سخت ژور بحران را منځ ته سي.

په ليک کي دا هم ويل سوي دي چي که په افغانستان کي بحرني ځواکونه د طالبانو په وړاندي په جګړه کي تېروتني وکړي نو دغه به د امريکا اعتبار ته تاوان ورسوي. د طالبانو په وړاندي په جګړه کي تېروتني به ددې سبب وګرځي چي نړيواله ټولنه او امريکا د ټکاو او پرمختګ راوستلو جوګه ندي.

د امريکا نوي ټاکل سوي اولسمشر باراک اوبا د اولسمشرۍ د ټاکنو په کامپاين کي ژمنه کړې وه چي په افغانستان کي به د امريکايي سرتيرو شمېر زياتولو تر څنګ د ناټو متحدين هم دې ته چمتوکوي چي په افغانستان کي د خپلو پوځيانو شمېر زيات کړي. ده دا ژمنه هم کړې وه چي په افغانستان کي به د حکومت د پياوړي کولو لپاره هڅي کوي.

د کندهار ښار د لويويالې په سيمه کي امريکايي او کاناډايي عسکر د کزمې پر مهال
د کندهار ښار د لويويالې په سيمه کي امريکايي او کاناډايي عسکر د کزمې پر مهالانځور: AP

په افغانستان کي اوس في الحاله پنځه شپېته زره بحرني پوځيان د وسله والو طالبانو پر ضد په جګړه بوخت دي. پدغو بهرني ځواکونو کي دېرش زره امريکاي سرتيري دي.

د امنيتي چارو کارپوه فېلباب براون، پدغه ليک کي پر اوباما ږغ کړی دی چي بايد امريکا د پاکستاني پوځ سره د مهماتو او روزني کومک وکړي، تر څو هغه پدې وتوانيږي چي د خپل هيواد په سرحدي سيمو کي د طالبانو پر ضد وجنګېدلای سي.

نوموړي کارپوه اوباما ته دامشوره هم ورکړې ده چي امريکا بايد د پاکستان د آزادو قبايلو په سيمه کي جهادي کمپونه په نخښه کړي خو زيات کوښښ وکړي چي پدغه بريدونو کي ملکي وګړو ته تاوان ونه رسيږي.

دغي ټولني دا وړانديز هم کړی دی چي بايد د افغانستان ملي پوځ او پوليس پياوړي کړل سي تر څو هغه د مخدره توکو د کاچاک مخه ونيولای سي.

د امريکا نوي حکومت ته پدغه ليک کي مشوره ورکول سوې ده چي د قومي مشرانو سره ګډ کار پراخ کړي خو په جګړه کي د ځان سره د هغوی راګډولو نه ډډه وکړل سي. پدغه ليک کي زياته سوې ده چي د طالبانو سره د سولي خبري به زياتي بريالی او اغېزمني نه وي.

د امريکا پر نوي اولسمشر باراک اوباما، د امنيتي کارپوهانو لخوا پدغه ليک کي ږغ کړل سوی دی، چي په افغانستان کي اجتماعي او اقتصادي وضعې د سمولو لپاره بايد د اوباما حکومت په افغانستان کي د مخدره توکو پر ضد مبارزه پياوړې کولو تر څنګ پدغه هيواد کي بنسټيزه جوړښتونه جوړ او د روزګار مواقع برابري کړي.