ډنمارکيان: د افغانستان د جګړې ځاني تاوانونه ډير لوړ دي
۱۳۸۹ آذر ۱۱, پنجشنبهپه دې نظر پوښتنه کي په سلو کي ۵۹ کسانو ويلي دي چي د ۲۰۰۲ کال را په دې خوا د 39 ډنمارکي پوځيانو مرک په افغانستان کښي د هغو پرمختګونو په پرتله چي په دغه هيواد کښي سوي ډيردي.
دغه نظر پوښتنه چي ۱۱۷۲ کسانو څخه سوې په ډنمارک کي د ميگافون انستيتيوت لخوا تر سره سوې ده.
د نظر پوښتونو پايلي ښيي چي ډنمارکيان د خپل دولت په ځينو پاليسيو شکمن دي. دا په داسي حال کي ده چي په ورستيو شلو کلونو کښي ډنمارکيانو د خپل د دولت او نړيوالي ټولني د ډير شمير دريزونو څخه ملاتړ کړی دی.
په نظر پوښتنه کي راغلي دي چي يوازي ۴۰ په سلو کي ډنمارکيان غواړي چي د دوی هيواد دي د ناټو تر مشري لاندي په عملياتو کښي چي د سوماليا او سوډان په شان هيوادونو کښي په لاره اچول کيږي، وڼډه واخلي.
په سلو کي ۴۷ کسانو د دغه شان عملياتو سره مخالفت کړی او په سلو کي ۱۴ کسانو په دې اړه کوم نظر نه درلودی.
د امنيتي چارو کارپوه او د کوپنهاګن د پوهنتو استاد، جينز ويګو جيکبسن، وايي چي دغه نظر پوښتنه، د ډنمارک پر بهرنيو پاليسيو د دغه هيواد د اوسيدونکو د مخ پر زياتيدو بې اعتباري يوه نښانه ده.
هغه وايي، ډنمارکيانو په ورستيو لسو کلونو کښي په ډير شمير نړيوالو پوځي عملياتو کښي برخه اخيستې ده او د دغو عملياتو څخه يې ملاتړ کړی دی، خو ښايي چي دغه ملاتړ اوس د کميدو په حال کي وي.
ډنمارک په افغانستان کښي ۷۵۰ پوځيان لري، چي په هلمند ولايت کي د انګليسي پوځيانو په مشري دنده ترسره کوي.
ډنمارک يو له هغو هيوادونو څخه دی چي په افغانستان کي د ميشتو پوځيان د شمير په پرتله يې ډير ځاني تاوانونه زغملي دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجيب الله زيارمل