1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څارنوالي: ملگري ملتونه دي د غير مسولانه څرگندونو ډډه وکړي

۱۳۸۹ اسفند ۱, یکشنبه

د افغانستان لوي څارنوالۍ په هيواد کي دننه د ملګرو ملتونو پر سياسي نمايندګۍ ږغ کړی چي، د ملک په چارو کي يې له لاس وهني ډډه وکړي.

https://p.dw.com/p/R2XJ
«د مستورا څرګندوني قانوني ارزښت نه لري»
«د مستورا څرګندوني قانوني ارزښت نه لري»انځور: DW

د دغه سازمان د افغانستان د څانګي مشر ستيفن ديمستورا د ټول ټاکنو پر کمېسيون باندي د لوي څارنوالۍ او پوليسو د وروستي يرغل غندنه کړې وه اوهغه يي د افغانستان نوي را ټوکيدلي ولس واکۍ ته يو ګزار بللی.

د افغانستان لوي څارنوالۍ د پوليسو په ملتيا تيره اونۍ د ټاکنو پر کمېسيون چاپه ووهله او هلته يي يو شمير انتخاباتي دفترونه مهر و لاک کړل.

د لوی څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري د يوي خبري غونډي پرمهال وويل چي د هيواد په چارو کي ټولو سرغړونو ته رسيدګي يوازي د څارنوالۍ کار دی نه د کوم بهرني سازمان او يا ادارې.

« د مستورا څرګندوني قانوني ارزښت نه لري، او کوم خاص ارزښت هم نه لري او بايد له دغسي څرګندونو ډډه وکړي».

نظري په ورته وخت کي د لوي څارنوالۍ له لوري د ټول ټاکنو د کمېسيون د ريس فضل احمد معنوي د نيولو د امر صادريدل بې اساسه وبلل او دا يې ومنله چي هغه يي ممنوع الخروج اعلام کړی دی.

پر معنوني او د کمېسيون پر يو شمير نورو کليدي مشرانو تور دی چي د ټاکنو په بهير کي په سوو درغليو کي يې لاس درلو دی.

« هغه محدوديتونو چي، پر نوموړي لګول سوي دا دي چي، د څارنوالۍ د څېړنو ترپاي ته رسيدو پوري معنوي نسي کولای چي له افغانستان څخه ووزي».

په همدې حال کي په هغو ۲۴ولايتونو کي چيري چي، د پارلماني ټاکنو پر مهال د پراخو درغليو د تر سره کيدو خبر ونه ورکړل سوي ول، د رايو د بيا شميرلو چاري پيل سوي.

د ټاکنيزو درغليو د څېړني د ځانګړي ادارې مشر صديق الله حقيق وايي چي د مهر ولاک سوو صندوقونو د رايو د شميرلو چاري د ۱۴ بيلا بيلو ادارو د استازو تر نظر لاندي تر سره کيږي.

« هغه موظف پلاوي ته چي د ستور ورکړل سوي و، نن د هغوی د کار لومړۍ ورځ ده، هغوی په ولايتونوکي مرکزونو ته ورغلي اوهلته يې د رايو د بيا شميرلو چاري پيل کړي دي، دغه کمېسيون به په ۲۴ ولايتونوکي د ټاکنو د فترونو ته ورځي او هلته به د شکمنو صندوقونو رايي شميري».

حقيق په داسي حال کي په ۲۴ ولايتونو کي د شکمنو محلاتو د رايو د بيا شميرلو خبر ورکوي چي د ټاکنو د کمېسيون او حکومت تر منځ پيل سوې لانجه لا نده هواره سوې»

د ټاکنيزو شکايتونو د اوريدو کمېسيون وايي چي د دغو رايو بيا شميرنه به د ټاکنو پر پايلو اغيزه و نه لري ځکه دغه کار له قانون سره اړخ نه لګوي او د ولسي جرګې د انتخاباتو پايلي لا وختي اعلام سوي او وکيلانو په کار پيل کړی دی.

د ځانګړي محکمې يوې سرچيني تيره اونۍ دويچه ويله ته ويلي ول چي د شکمنو صندوقنو د رايو په بيا شميرني سره به ښايي شاوخوا ۸۰ تنه بريالي وکيلان خپلي دندي له لاسه ورکړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل