پکتيکا کې د ازبکستان توندلاري وژل شوي دي
۱۳۸۶ مهر ۱۶, دوشنبهاعلان
د يکشنبې په ورځ امريکايي ځواکونو د اورپکو ډله په نښه کړه او شپاړس تنه يې د منځه يوړل. دغه څرگندونې د پکتيکا ولايت د پوليسو مشر نبي جان ملا خېل وکړې او زياته يې کړه چې يو تن جنگيالی نيول شوی هم دی. امريکايانو تېره مياشت د دولسو تنو اورپکو يو لست خپور کړی و چې طاهر يولدش هم په کې راغلی دی. ښاغلي ملاخېل همداراز وويل چې د طاهر يولدش د ډلې غړي د ازبکستان او چيچنيا څخه افغانستان ته راځي.