1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پياوړي والي د جمهوري رياست له سياليو څخه لاس واخست

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۳, یکشنبه

په داسي حال کي چي د افغانستان د جمهوري رياست د کانديتوب له پاره څه د پاسه دوې اونۍ پاته دي، د انتخاباتوکمېسيون تر اوسه پوري په رسمي توګه د زمري د مياشتي د 29 نيټې د انتخاباتو له پاره کوم کانديد نه دی اعلان کړی.

https://p.dw.com/p/Hj2O
په جلال اباد کي د ننګرهار والي ګل آغا شيرزی د اوباما سره د ليدني کتني پر مهال
په جلال اباد کي د ننګرهار والي ګل آغا شيرزی د اوباما سره د ليدني کتني پر مهالانځور: AP

واکمن جمهور رييس حامد کرزي هم، چي تيره اونۍ يې د بريتانيا له صدراعظم ګوردن براون، سره په يوه خبري غونډه کي د خپل کانديدتوب خبره ياده کړه، تر اوسه پوري څرګنده نه ده، چي آيا د انتخاباتو په کمېسيون کي يې ځان ثبت کړی دی که نه.

د جمهوري رياست د څوکۍ د غوښتونکو ليست ډير اوږد دی، خو په دې ليست کي لږ ترلږه يو غښتلی او مشهور والي له دې څخه ډه ده وکړه چي د حامد کرزي په وړاندي ودريږي.

د ننګرهار والي ګل آغا شيرزي د شنبې په ورځ يو مطبوعاتي کنفرانس راوغوښت او اعلان يې وکړ:« زه نه غواړم چي د جمهوري رياست له پاره سيالي وکړم.»

دا هيلي چي شيرزی به دې سيالۍته ملا وتړي وروسته له هغه زياتي شوې چي د تير کال د جولای په مياشت کي د امريکا د متحده ايالاتو اوسنی جمهور رييس بارک اوباما د خپلي انتخاباتي مبارزې د يوې برخي په توګه افغانستان ته د سفر په ترڅ کي مخکي له دې چي په کابل کي له کرزي سره وويني له شيرزي سره يې په ننګرهار کي وليدل.

له هغه وروسته د هغوکسانو له خولې چي شيرزي ته نژدې دي، داسي وويل شول چي هغه د جمهوررييس له مرستيال احمد ضيا مسعود سره لاس يوکړی دی. په نوموړې خبري غونډه کي شيرزي دا هم وويل، چي دی د هغه د خپلي خبري له مخه د احمد ضیا مسعود په شمول له خپلو« ملګرو» څخه بښنه غواړي، چي دغسي يو تصميم يې ونيو.

د ننګرهار ولايت د يوې سرچينې له خولې ويل شوي دي چي ګل آغا شيرزي دغه تصميم وروسته له هغه ونيو، چي په کابل کي يې له جمهور رييس کرزي سره وليدل. د شیرزي، چي د افغان مجاهيدنو يو پخوانی قوماندان دی، د شهرت آوازې وروسته له هغه زياتي سوې چي په 2001 کال يې د امريکايي سرتيرو سره مرسته وکړه تر څو د طالبانو د غورځنګ د پيدايښت ټاټوبی، کندهار له هغو څخه ونيسي.

د کارپوهانو په نظر د کرزي په وړاندی د شيرزي تيريدل کرزي ته د نفس کښلو چانس ورکړل سو چي ددوهم ځل له پاره به انتخابات و ګټي، ځکه د هغوي په خبره په وړاندي يې بله داسي غښتلې څېره نسته
د کارپوهانو په نظر د کرزي په وړاندی د شيرزي تيريدل کرزي ته د نفس کښلو چانس ورکړل سو چي ددوهم ځل له پاره به انتخابات و ګټي، ځکه د هغوي په خبره په وړاندي يې بله داسي غښتلې څېره نستهانځور: AP

له خبري غونډي څخه د مخه هغه خبريالانو ته ويلی ول، چي دی غواړي د ننګرهار د والي په توګه له خپلي دندي څخه ګوښه سي. د کرزي د دفترله خوا يوه اعلاميه خپره شوه، چي جمهور رييس د هغه د استعفاء غوښتنه رده کړه.

په دغه اعلاميه کي،چي د ننګرهار د والي له کارونوڅخه ستاينه سوې زياته سوې ده: «جمهور رييس د شيرزي له تصميم څخه هرکلی وکړی، چي له خپل کانديدتوب څخه يې لاس واخيست او هغه يې د افغانستان د خلکو د يو والي نښانه وبلله.»

خو د کرزي په وړاندي لا تر اوسه غښتلي سيالان په مخکي دي، چي غواړي هغه له قدرت څخه ليري کړي، لکه د کرزي د ماليې پخوانی وزير، اشرف غني او د بهرنيو چارو پخوانی وزير عبدالله عبدالله. هغوی هم بايد مخکي له دې چي د غوايي يا ثور پر اتلسمه د کانديديدو وروستۍ نيټه پای ته ورسيږي،د انتخاباتو له کمېسيون سره ځان ثبت کړي.

هغه کمېسيون ويلي دي چي داوطلبان زیات دي، چي هغه ته مراجعه وکړي خو تر اوسه پوري يوه يې هم هغه شرايط نه دي پوره کړي، چي د کانديد په توګه رسماً اعلان سي.

د دغو داوطلبانو په جمله کي يو هم سيد جلال دی، چي په ماشوم توب کي د رياضي په مضمون کي د ځانګړي پوهي له وجي د « نابغه» نوم پرې کښيښودل شو. هغه اوس خلک د نابغه سيد جلال په نامه پيژني.

هغه د رويتر خبري آژانس ته په يوه مرکه کي وويل چي غواړي له طالبانو سره د هغه د خپلي خبري له مخه د « يوې نرمي ډيپلوماسۍ » له لاري اوسني «افغان بغاوت» ته د پای ټکی کښېږدي. سيد جلال،چي پخوا هم له طالبانو سره په خبرو اترو کي د مينځګړيتوب سابقه لري، وويل، خو شرط يې دا دی چي لويديځ بهرني ځواکونه له افغانستان څخه د خپلو وتلو له پاره يو مهال وېش وټاکي.

هغه وويل د دغه مهال وېش ټاکل د دې له پاره اهميت لري چي نړيواله ټولنه د افغانستان د ملي پوځ په روزنه کي خپلي هر اړخيزي هڅي وکړي.

AFP/Reuter/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل