1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي بیا د پوليسو پر قرارگاه باندي ځانمرگي بريدونه تر سره سوي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۷, دوشنبه

د کندهار ځايي چارواکو نن وويل،چي په هغه ښار کي د پوليسو پر يوې قرارګاه باندي دري منظم ځانمرګي بريدونه سوي،او د امنيتي ځواکونو سره ډزي ردو بدل سوي دي...

https://p.dw.com/p/NPgi
په کندهار ښار کي د تيرو بريدونو تصويرانځور: AP

د پوليسو يو لوړ پوړي چارواکي، اشرف غرزي وويل: ځانمرګي بريد کونکي د پوليسو د قرارګاه څخه د باندي يو موټر سايکل بم والوزاوه او د ودانۍ د حويلۍ ديوال يې تاواني کړی.

د هغه په خبره تر هغه وروسته دو نور ځان مرگي بريد کونکي د قرارګاه حويلي ته ننوتل او د ودانۍ په دننه کي يې د پوليسو سره په ډزو پيل وکړئ.

غرزي د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: « د 40 دقيقو نښتي څخه وروسته دواړه ځانمرګي بريد کونکي ووژل سول او د هغوئ پرځان پور تړلي بمونه هم والوزول سول.»

د پوليسو نوموړي قوماندان، چي خپله هم په دغه قرارګاه کي ؤ وويل: «په دې نښته کي درې سره ځانمرګي بريد کونکي ووژل سول او يوازي څلور تنه پوليس لږ ټپيان سوي دي».

د فرانس پرس د خبري آژانس خبريال ليکي،چي هغه وليدل چي د ودانۍ ښيښې ماتي سوي وي او د ځانمرګي بريد کونکو د «جسدونو ټوتې» هري خواته پرتې وې.

دطالبانو وياند، چي ځان يوسف احمدي معري کوي، د فرانس پرس خبري آژانس ته په يوه تيليفوني تماس کي د نوموړو بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی، خو ويلي يې دي، چي پر موټر سايکل تړل سوی بم د ريموت کنټرول په واسطه الوزل سوی دی.

د افغانستان د کورينو چارو وزارت د حملې خبر تائيد کړی او ويلي يې دي، چي درې تنه پوليس په دې حملو کي ټپيان سوي دي.

په کندهار کي ځانمرګي برديونه او د حکومتي چارواکو ترور وروسته تر هغه هم نور زور اخستی، چي په دغه ولايت کي د افغان او نړيوالو ځواکونو د پراخو پوځي عملياتو د تر سره کېدو د پاره د يو پلان اعلان وسو.

دوې اونۍ مخکي وسلوالو طالبانو اعلان کړی و، چي په هغه سيمه کي به په پراخو عملياتو لاس پوري کړي. خو د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو هغه د دښمن تبليغات وبلل.

AFPE/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل