په کابل کی د «واوره او زده کړه» د پروګرام يو ورکشاپ جوړ سويدی
۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۴, جمعهد يوې روزنيزي خپروني «واوره او زده کړه » دپاره ډرامې کاږي .
په دغه ورکشاپ کي د افغانستان د مختلفو برخو څخه وتلي او تکړه ليکوالان او ډرامه ليکونکي برخه لري . د نوموړي ورکشاپ د هدفونو په اړوند د ډويچه ويلي د راډيو د دري څانګي وياند او د ورکشاپ چلوونکي سيد روح الله ياسير داسي وويل :
(په دغه ورکشاپ کي د هغو 22 تنو ليکوالانو او ډرامه ليکونکو له جملي څخه چي په پام کي ده د «واوره او زده کړه »په راتلونکي پروګرام کي زموږ سره مرسته وکړي، 20 تنو ګډون کړيدی . ما فکر کاوه چي دځينو ليکوالانو دپاره به چي ډيري تجربي لري ،دا کارستړی کونکی وي ،خوا داسي نه وه . د ورکشاپ په جريان کښي معلومه سوه چي د هغو دپاره هم ځيني خبري نوي وې، او هغه موضوعګاني مطرح سوې چي په ډرامه ليکنه کي نوي وې، او د ټولو دپاره ډير په زړه پوري . )
ياسير وويل زمونږ ډيري ليکوالان اماتوران دي خو زمونږ ليد لوری راتلونکي ته دی او غواړو دغه ليدلوری حرفوي او تخصصي وي .
د ورکشاپ يوه برخه وال محمد انور وفا وويل چي :
(ددغه ورکشاپ دايريدل ډيرضروري ؤ، ځکه ډويچه ويلي المان ږغ راډيو غواړي هغه ليکوالان چي د «واوره او زده کړه» د پروګرام دپاره ډرامي وليکي ،بايد لازمه پوهه او معلومات تر لاسه کړي . )
د ورکشاپ يو بل تن ګډون کونکی نورګل شفق وويل چي : (راډيويي ډرامې خلګو ته د اهدافو او پيغامونو د رسولو يوه لنډه لاره ده .) ده زياته کړه چي ،
(دا د ډويچه ويلي يو ډيرښه نوښت دی او د ورکشاپ د کار په جريان کي يې د ډرامه ليکلو په اړوند د پوهي درجه لوړه سوه .)
سيد روح الله ياسير د «واوره او زده کړه »د روزنيز پروګرام په اړوند وويل چي ،
(دغه پروګرام تير کال پيل سو، او سږکال دغه پروګرام ته ليوالتيا ډيره سويده ،او غواړو دغه پروګرام په راتلونکي کي هم ادامه پيدا کړي . او اوس د دې دپاره چي زموږ ليکوالان تر يوه حده پوري حرفوي او مسلکي ليکني وکړي ،نو په کابل کي مو يو دوه ورځينی ورکشاپ جوړ کړی دی . )
انور بري پال
کتونکي : محمد قاسم نوري