په کابل کي د پلاسټيکي چپلکو فابريکې په کار پيل کړی دی
۱۳۸۹ خرداد ۱۰, دوشنبهپه دغه فابريکه کي چي اوس يوازي ډول ډول پلاستيکي چپلکي توليديږي د ورځي سل تنه کارګران په کار بوخت دي.
د شهرت د پلاستيک جوړولو فابريکې رئيس حاجي عبدالجبار وايي چي: دوئ په فابريکه کي دوه پرمختللي ماشينونه نصب کړي، چي په کمپيوټري سيسټمو نو سمبال سوي او د لوړ توليد وړتيالري.
هغه وايي، د توليد په برخه کي ددوئ دپاره هغه سيالي ستونزمنه ده چي د ګاونډيو هيوادونو د هغو فابريکو سره يې تر سره کړي، چي دغه ډول توليدات لري.
هغه يې لامل په گاونډيو هيوادونو کي د اومو موادو بيه، د ګمرک ټيټ محصول او د صنعت کارانو سره د دولت مالي او تشويقي ملاتړ بولي.
د فابريکې يو تن کارګر شهزاد ګل د فابريکې د جوړيدو څخه خوشاله دی او وايي چي، د مخه يې د پاکستان په لاهور ښار کي د چپلکو په يوې فابريکې کي کار کاوه چي لږ معاش به يې تر لاسه کاوه او ډيري ستونزي به يې ګاللې.
د شهرت د پلاستيکي توکو د فابريکې رئيس ددولت څخه غوښتنه کوي، چي صنعت کاران وهڅوي او ملاتړ يې وکړي.
د هغوئ په خبره ماليې، ټکسونه او د ګمرکي محصول اندازه بايد راټيټه سي. تر څو افغاني توليدي توکي په بازارونو کې د ګاونډيو ملکونو له توليدي توکو سره په بريالۍ توګه سيالي وکولای سي.
انور بری پال/ کابل
کتونکی. زيارمل