په کابل کي د سختو نښتو سره يو ځای چاودني
۱۳۸۸ دی ۲۸, دوشنبهڅلورتنه وسله وال چې د عيني شاهدانو په وينا په سپکو ماشينګڼو او لاسي بمونو سره سمبال وه، قاري امان پلورنځۍ ته ننوتل او پلورنځۍ يې تر خپل کنترول لاندي راوستل . ساحې ته د افغاني امنيتي ځواکونو په رارسيدو سره دوه طرفه فيرونه پيل سول .
عيني شاهدانو وويل چې د پښتونستان دڅلورلاري تر څنګ افغان تيليکم او د اريانا سينما تر څنګ يوې تجارتي ودانيو ته هم مخالف وسله وال بريد کوونکي ننوتلي وه او د پيښيځايونه د ليري واټنو څخه د پوليسو لخوا کلا بنده سوي وه .
د مخالفو وسله والو بريدکوونکو او دولتي امنيتي ځواکونو تر منځ د څو ګړيو دپاره متقابل فيرونه روان وه . د پلورنځۍپه ودانۍ کې د اور لګيدو له کبله د ښار فضا دودان پورته کيدل . د پيښو د ټپيانو او وژل سوو کسانو په هکله تر اوسه پوري دقيق معلومات نسته ، خو ويل کيږي چې تقريبأ 50 تنه ټپيان او وژل سوي دي، چه ډيری يې ټپيان دي . د دغو پيښو له کبله د کابل ښاريانو تر منځ د بيري او وحشت فضأ خپره سوې وه، او کوښښ يې کاوه تر څو هر يو ژر تر ژره ځانونه د ښار له مرکزي برخو څخه وباسي .
ددغو پيښو په مقابل کي د خلکو عکس العملونه
دوی د پيښو د عاملينو څخه کلکه کرکه څرګندوله . څو تنو کابل ښاريانو د دغو پيښو له کبله خپل عکس العملونه دويچه ويلي راډيو ته داسي بيان کړل :
دا په هيڅ ډول د اسلام له لارښونو سره مطابقت نلري او هغه د اسلام ضد اعمال دي ،ځکه په دغو بريدونو کښي عام خلګ وژل کيږي . دوی که غواړي پخپلو منځو کښي زور وازمايي ، د ښارو څخه د باندي دي دغه اعمال تر سره کي .
سره لدې چې تر دې د مخه هم داسي ورته پيښې د کابل په ښار کې تر سره سوي وې ،خو دا تر ټولو لويه پيښه وه .
وسله والو طالبانو د پيښې مسووليت پرغاړه اخيستی .
افغان امنيتي چارواکي وايي ترهګران يې وژلي ، او امنيت بيرته عادي حإلت ته راګرځيدلی دی .
بری پال