1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پنځو ولايتونو کي د ټاکنو لومړنۍ پايلي اعلام سوې

۱۳۸۹ مهر ۱, پنجشنبه

پنجشېر، پروان، سمنګان، کاپيسا او جوزجان هغه ولايتونه دي چي د ټاکنو د کمېسيون د چارواکو په وينا تر ډيره پکښي رايي پاڼي شمېرل سوي دي.

https://p.dw.com/p/PKrF
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي او د افغانستان د پاره د ملگرو ملتو ځانگړی استازی شتيفن ديميستورا
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي او د افغانستان د پاره د ملگرو ملتو ځانگړی استازی شتيفن ديميستوراانځور: AP

د ټول ټاکنو د کمېسيون ريس فضل احمد معنوي نن په کابل کي يوي خبري غونډي ته وويل چي په دغو ولايتونو کي ځکه تر ډيره بريده رايي شمېرل سوي چي پکښي د نورو په پرتله لږ درغلۍ سوي وې.

پنجشير هغه ولايت دي چي پکښي ډيری رايي تر اوسه شميرل شوي او لږ شکايتونه ځني تر لاسه سوي دي.

رسمي شميري ښيي چي په ټاکنو کي ۴۳۳۲۸۷۱ کسانو برخه اخيستي وه خو ويره سته چي په زرګونو ټوکه جعلي رايي پاڼي د بيلا بيلو کسانو له لوري د افغانستان په يو شمير ولايتونو کي د ځانګړو کانديدانو په ګټه صنددوقونو ته اچول سوي وي.

اوس داسي ويل کيږي چي د افغانستان په پارلماني ټاکنو کي څه باندي څلور نيم مليونه کسانو برخه اخيستي وه خو دغه شمېره به هغه وخت را ټيټه سي چي د چارواکو په خبره په سمو راي پاڼو کي ګډي ناسمي د صندوقونو څخه جلا سي.

معنوي پر افغانانو ږغ وکړی چي له حوصلې څخه کار واخلي تر څو کمېسيون ټولو شکايتونو ته رسيدګي وکړای سي.

«موږ نن وکړای سول چي تر يوه حده د پينځو ولايتونو رايي وشمېرو او په فيصدي يي تاسو ته وړاندي کړو، خو هغه ارقام چي موږ يي نن خپروو هغه وروستي نه دي ښايي پکي لږ والی هم راسي.»

په ورته وخت کي په تيرو څو ورځو کي د کانديدانو له لوري يو شمېر ارقام خپريږي چي ګواکي څوک په ټاکنو کي ګټونکي اوڅوک بايلونکي دي.

خو د ټاکنو د کمېسيون ريس وايي چي دغه ارقام دوی ته د منلو وړ نه دي او دا هغه شمېرې دي چي د کانديدانو له خوا په خپل زړه را ټولي سوي دي.

د ټاکنو کمېسيون په داسي حال کي په پينځو ولايتونو کي قسمي پايلي اعلاموي چي تيره ورځ د حکومت د سياسي مخالفي ټلوالي مشر ډاکټرعبدالله عبدالله پر کمېسيون تور ولګاوه چي بې پرې نه دی او شکايتونو ته په ځواب ويلو کي پاته راغلی.

د عبدالله دغه ادعا نن د انتخاباتو د کمېسيون مشر فضل احمد معنوي هم رد کړه او هغه يي بې اساسه وبلله.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل