په پاريس کښي د بانکونو د ژغورلو تدابير وضع سول
۱۳۸۷ مهر ۲۲, دوشنبهد دغه کار لپاره د اروپا هغو 15 هيوادو چه ايرو پکښي چلش لري ، د يوې فوق العاده جلسې پر وخت اساسات وضع کړل . تر فوق العاده جلسې وروسته انګيلا ميرکل وويل، چه په دغه غونډه کي داسي اساسات وضع سول ، چه هر دولت په ملي سطح هغه په جلا جلا ډول لکه چه هغه دولت ورته ضرورت لري، عملي کولای سي . دې وويل چه پدې ډول به نو مالي بحران تر ډيره حده پوري نور هم تر کنترول لاندي راسی.
« په دغه تدابيرو پوري يو دا اړه لري چه موږ د بانکو په اختيار کښي پيسې ورکوو، څو هغوی د بيرته ورکولواو تاديه کولو وس ولري، او دوهم موږ هغو بانکو ته چه غواړي او ورته لازمه وي، سرمايه په اختيار کی ورکوو. خو په دې شرط چه خلګ د دې حق ولري چه پر هغه باندي کنترول ولري.»
سربيره پر دې بايد د بانکونو په منځ کي د تضمين په ورکولو سره بيرته معاملې رامنځته سي . او د محاسبې کولو قواعد تغير وخوري . ميرکل يووار بيا د دولت د مداخلې په خاطر د تفاهم غوښتنه وکړه .
دې وويل: « لکه د يوه شرکت دپاره په ملي سويه هم د يوڅه وخت دپاره داسي تدابير ضروري دي،چه اقتصاد ثابت سي ، او خلګ د خپلي شتمنۍ او ملکيت څخه ډاډه سي .»
د بانکونو د ژغورلود تدابيرو جزييات به نن په برلين کي اعلام سي. اټکل کيږي چه هغه به د 400 مليارډو ايرو په حدودو کي وي.
میرکل اطمينان ښکاره کۍ ، چه د پاريس خبر به د اسهامو او اسعاري بازارو دپاره د يوه مثبت زيګنال په حيث ومنل سي.
که ددغو تدابيرو مسوده ،چه دعيسوي دموکراټ فراکسيون يې غواړي پارلمان ته وړاندي کي ،او هغه ومنل سي ،نو هغه به د تقريبآ يوې مياشتي په جریان کي د جمهوررييس د توشيح دپاره وړاندي سي ، چه تر امضأ کولو وروسته به د قانون حيثيت پيداکي.
انګيلا ميرکل په پاريس کښي وويل چه د جرمني دغه پلانونه به د فرانسې سره په عين وخت کي وړاندي سي ، او اټکل کيږي چه نور دولتونه به هم هغه تعقيب کي . د فرانسې جمهوررييس نيکولا سرکوزي د فوق العاده جلسې په آخره کي وويل :
« په اوسني وخت کي موږ کوښښ کوو ، چه بحران ته خاتمه ورکو ، د وتو لاري پیدا کو، او اعتماد بيرته رامنځته کو . خو موږ بايد ټول سيسټم د سره جوړ کو، چه په هغه کي صحيح کاپيټاليزم او سرمايه رول ولري، او نه محتکرين. هغو کسانو چه دغو اساساتوته يې تاوان رسولی دی ، بايد د محاکمې سره مخامخ سي ، چه دا هم د دموکراسۍ اساسات دي.»
د پاريس دغه فوق العاده جلسه به وروستۍ نه وي، په چارشنبه به بيا داروپايي ټولني دولتي اوحکومتي مشران د مالي بحران په باب غونډه سره وکي.