په هسپانیه کې د حکومت د سپما د پلان پر ضد لاریونونه روان دي
۱۳۹۱ تیر ۳۰, جمعهاعلان
د هسپانیې په څه ناڅه ۸۰ ښارونو کې په سلګونو زرو خلکو د حکومت د سپما د پروګرام پر ضد په مظاهرو لاس پورې کړی دئ. د یوې هسپانوې ورځپاڼې د رپوټ له مخې یوازې په پلازمینه مادرید کې شاوخوا ۱۰۰ زره خلک سړکونو ته راوتلی دي. د صدراعظم ماریانو راخوي، محافظه پاله حکومت تیره اونۍ د سپما د یو نوي پلان د عملي کولو اعلان وکړ چې د هغې له مخې نوموړی غواړي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې د حکومت په بودجه کې ۶۵ میلیارده یورو سپما کړي.