په مصر کې نن د ولسمشرۍ د ټاکنو دویم پړاو پیل شو
۱۳۹۱ خرداد ۲۷, شنبهاعلان
په مصر کې نن د ولسمشر د ټاکنو له پاره رایې اچول پیل شول. دغه رایه اچونه به دوه ورځې دوام ومومي. د ولسمشرۍ د ټاکنو په دویم پړاو کې دوه کاندیدان یو بل ته مخامخ دي، چې پکښې د حسني مبارک د رژیم وروستی صدراعظم احمد شفیق او د اخوان المسلمین د گوند کاندید محمد مرسي شامل دي.
د مصر په پارلمان کې د اخوان المسلمین گوند تر ټولو زیاتې څوکۍ درلودې خو د پنجشنبې په ورځ د مصر د اساسي قانون محکمې پارلمان منحل اعلان کړ. ښایې په دې گام سره مصر د یوه بل بحران سره مخامخ شي. پر دې سربیره سیاسي گوندونه هم د نوي اساسي قانو په جوړولو نه دې راضي شوي په پام کې وه چې دغه اساسي قانون د ولسمشرۍ د ټاکنو د مخه تر سره شي. د مصر د پارلمان تر منحلیدو وروسته د پورونو د اعتبار د ارزونې ادارې هم د دغه هیواد د قرض اخیستنې او پولي واحد د اعتبار درجې راټیټي کړی دي.