1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې د دریو لسیزې راهیسې نافذ بیړنی حالت پای ته ورسید

۱۳۹۱ خرداد ۱۲, جمعه
https://p.dw.com/p/156Dm

په مصر کې د درې لسیزو راهیسې نافذ بیړنۍ حالت پاې ته رسیدلی دئ. د هیواد واکمنې پوځي شوری ویلي دي چې د بیړني حالت قانون د پنجشنبې په ورځ پای ته رسیدلی دئ او بیا به هغه نوی نه کړای شي.

د دغه قانون له مخې په زرهاو مصریان بندیان شوي وو او په ترڅ کې ئې پولیسو ته داسې واک ورکړل شوی وو چې مجرمین او سیاسي مخالفین پرته له کوم تور څخه ونیسي. د حسني مبارک د واک څخه تر لیرې کیدو وروسته په یو زیات شمیر کسان آزاد کړای شوي دي، خو د بشري حقونو ټولنه هیومن رایټس واچ، وایي چې لا هم تر ۲۰۰ زیات کسان د دغه قانون پر اساس بندیان دي.