په مزراشريف ښار کي د وژل سوو الماني عسکرو د وير مراسيم
۱۳۸۹ فروردین ۲۹, یکشنبههره خوا د خواخوږۍ د پيغامونو ليکلو کتابونه اېښول سوي. د شنبې په ماښام د اپريل پر17 نېټه عسکرو پکې لاسليکونه وکول. د دې مراسمو کليسايي برخه، په عسکري قطعه کي د پروتستانت راهب ويکه Weeke او کاتوليک راهب واکن هوت Wakenhut لخوا سر ته رسيږي.
د مراسمو په دوهمه برخه کي، په شمالي سيمه کي د نړيوالو سوله ساتونکو ځواکونو ISAF قوماندان جنرال ليدن بيرگر Leindenberger او د آلمان د پوځ د تفتيش رئيس جنرال ويکر Wieker خبري کړې. له هغه وروسته وژل سوو ته د آلمان د پوځ د خدمت مډالونه ورکړل سوي.
په مراسمو کي د افغانستان شمال کندز او فيض آباد کي موجودو نورو آلماني عسکرو هم برخه اخيستې ول. د بغلان په عملياتو کي د پنجشنبې په ورځ د اپريل پر 15 نېټه د يوې چاودنې له کبله مړه سوي درې تنه آلماني عسکر اصلاً د فيض آباد په جزوتامونو پورې مربوط ول. څلورم مړ سوی کس يو د نظامي قرارگاه ډاکټر وو، چي له مزار شريف څخه د جگړې ډگر ته استول سوی وو.
په روان مياشت کي دا دوهمه ويرژړنه ول چي په کندوز کي يې الماني عسکر تر سره کوي.
د جرمني پوځ تر اوسه پورې په دغونده لنډ وخت کي دوې داسي پېښي نه وې ليدلي.
په جرمني کي وروستۍ نظر پوښتنه ښه يې چي په سلو کي اويا له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د ايستلو غوښتنه کوي.
Matthay, Sabina/ محمد عارف وردګ
کتونکی. زيارمل