په لبيا کي د «قهرورځ» څنګه تيره شوه
۱۳۸۹ بهمن ۲۹, جمعهليبيايانو په پنځو ښارو کي په مظاهرو لاس پوري کړ ، چي په لس هاوو تنه پکي وويشتل سول . په ځينو ځايو کي ټپيان دونه ډيره وه ، چي حتي په روغتونو کي هم ورته ځاي نه ؤ.
د مظاهرو او احتجاجو اصلي مرکز د ليبيا دوهم لوي ښار بنغازي ؤ . په دغه ښار کښي د لبيا د مشر، معمر القذافي، د مخالفينواو پلويانو تر منځ سخت اخ اوډب رامنځته سو .
امنيتي قواوو د قذافي د مخالفينو په مقابل کي خنډونه جوړول، خو کله چي به د قذافي پلويان رانژدی شول، هغوی ته به یی څه نه ویل او یا کومه مداخله نه کوله.
د الجزيري د ټلويزون سره ژورنالسټ عاطف الاطرش په يوه مرکه کي داسي وويل : «کله چي زه ورورسيدم ، هلته ملکي کسان ؤ چي په کلاشنیکوفونو سره مجهز ؤ . دوي هوايي ډزي کولی تر څو خلک له يو بل څخه سره جلا کړي . زه نه پوهيږم چي امنيتي قواوي ولي دغو خلکو ته څه نه وايي او ولي ملکي خلک وسلې لري .»
الاطرش وايي چي په بنغازي کښي پوليسو ډير مظاهره کونکي ونيول . د باييده Baida په ښار کښي تر ډيره وخته پوري د موبايل تیليفونو ارتباطات هم غوڅ ؤ.
د مخالفينو يوې ورځپاڼي رپوټ ورکړي دي چي تيره شپه د دوو وژل سوو مظاهره کونکو د جنازي د ښخيدو د مراسمو پر وخت ځاي پرځاي د رژيم پر ضد احتجاجونه شروع سول . د ځوانانو د دولتي سازمان لخوا د هغوي پر ضد جوړه سوې مظاهره له ناکامۍ سره مخامخ سوه .
مظاهره کونکو د ډيري آزادۍ او د قذافي د رژيم د ختميدو غوښتنه کوله . په
« يوتيوپ» کي د ويديو د لاري ځوانانو د خلګو څخه غوښتي وه ، چي سره يو ځاي سي .
يوه ځوان داسي کښلي دي : «نور نو بس ته ! موږ له خپلو ميندو ، لوڼو او زامنو څخه غواړو چي راووزي او خپل نظرونه بيان کړي . د تشدد او زور څخه کار وانخلي . موږ 42 کاله تر ظلم او فشار لاندي ؤ او په بيره او وحشت کي مو ژوند کړي دي.»
د مظاهرو سازمان ورکونکو خپل ځانونه غير سياسي بللي دي . دوي د خپل اقتصادي حالت څخه شکايت نه کوي ، بلکه د آزادۍ د نه موجوديت څخه شکايت لري.
د هغه راهيسي چي قذافي په 1969 کال کي کودتا کړې ده ، په دغه د تيلو شتمن هيواد کي اقتصادي حالت مخ پر ښه کيدو دي ، خو خلک بيا هم ناراضي دي . دوي د دې څخه شکايت کوي چي د بيان آزادي نسته ، د بشر حقوق نه درناوي نسته ، رشوت او اختلاس موجود دي.
Esther Saoub/ قاسم نوري
کتونکی: عبدالباری حکیم