په لايپڅيک کې د کتابونو نندارتون د نندارچيانو دپاره پرانستل شو
۱۳۸۶ فروردین ۲, پنجشنبهاعلان
له 36 هېوادونو څخه د اټکل له مخې 2350 خپرندويو ټولنو خپل کتابونه نندارې ته وړاندې کړي دي. د نندارې تر څنگ به ټول ټال 1900 ليکونکي او کښونکي خپل کتابونه د غونډو په ترڅ کې ولولي چې د دغو کتابونو په سر به بيا بحثونه او کره کتنې هم وشي. د لايپڅيگ د کتابونو نندارتون تېره شپه په رسمي توگه د يوې پرتمينې غونډې له لوري پرانستل شوی و. د پرانستنې پر مهال آلماني کښونکي گېرد کوينن او روسي فيلسوف ميخايل ريکلين ته د لايپڅيگ د ننارتون جايزه ورکړل شوه، چې په اروپا کې د پوهاوي او تفاهم د ښه کولو دپاره ټاکل شوې ده.