1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کي ۲۲ تنه شیعه ګان د ښخولو په مراسم کي ووژل سول

۱۳۹۱ خرداد ۳۰, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15Hmc

د عراق د بعقوبه په ښار کي د ښخولو د مراسمو پر مهال په یوه ځانمرگي بريد کي لږترلږه ۲۲ تنه د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کي وژل سوي دي.د چارواکو په حواله په دغه چاودنه کي نور ۴۰ تنه زخمیان سوي هم دي. لکه څرنگه چي عراقي رسنیو خبر ورکړی دئ، پېښه هغه وخت رامنځته سوه کله چي د شیعه ګانو د یوه مشهور کس د ښخېدو مراسم پر ځای کېدل. ویل کیږي چي چاودېدونکي مواد په هغه یوه خیمه کي ځای پر ځای سوي ول، چي پکښي د ویر د مراسمو له پاره کسان راټول سوي وه. په عراق کي د تېرو اوونیو په ترڅ کي څه د پاسه ۱۰۰ تنه شیعه ګان د بېلا بېلو پېښو په ترڅ کي وژل سوي دي.