په صربستان کي د جمهوري رياست انتخابات تر سره کیږي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۸, دوشنبهاعلان
د صربستان د راتلونکي جمهور رئیس په اړه به د اوسني واکمن بوریس تادیچ او د هغه د سیال تومیسلاف نیکولیک تر منځ پرېکړه کیږي. د انتخاباتو د اوسنیو نتایجو له مخي اوسني جمهور رئیس ۲۷ فیصده رايي او د هغه سیال ۲۵ فیصده رايي ترلاسه کړي دي. خو بیا هم دغو دواړه کاندیداونو تر اوسه پوري د انتظار سره سم د جمهوري رياست د کاندیدیدو له پاره لازمي رايي نه دي تر لاسه کړي. د دغو انتخاباتو سره یو ځای د پارلماني انتخاباتو نتایج به هم د دغه هیواد په سیاسي قدرت کي د پام وړ کوم بدلون رانه ولي.