په شتراسبورگ کي د بشردحقوقو څخه د تيري دوسيې لږ څيړل کيږي
۱۳۸۸ دی ۳, پنجشنبهپه هغه کې د هغو چچنيانو په هکله شکايتونه هم شامل دي، چې نيول شوي، مگر حکومتي ادارې د هغه په وړاندي هېڅ گام نه دئ پورته کړی او نه يې تر غور لاندي نيولي دي .
د ترکيې په برخه کې هم پر بنديانو باندي غيرانساني تېری او ورسره د حکومت لخوا دغيرانساني چال چلند په باب 11000شکايتونه سته ،
څه ناڅه 9000د رومانيې او 8000هم د اوکراين په هکله موجود دي .
په دې کې هم خبره په بند کې له ناروا تېريو او غيرانساني شرايطو څخه ده، خو د مظاهرو تيت او پرک کول ، د رسنيو منع کول او ورسره د افکارو د آزادۍ صلبونه ورباندي زياتيږي . له دې سره د دې هېوادونو پېښي ، د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو ټولو شکايتونو نيمايي برخه جوړوي . پوښتنه دا ده چې اصلي علت چېرته دئ؟
د بشري حقونو د پاره د اورپا په محکمه کې قاضي اکسل مولر ايلشنر Axel Müller-Elschner باور لري، چې د دې څو اړخيز مشکل د پاره گڼ شمېر دلايل هم وجود لري، او څرگندوي :
(طبعاً يو شمېر ټولنيزي ربړي سته، که له اقتصادي اړخه وي يا حقوقي . د لويديزي اورپا هېوادونه له 40 کالونو راهيسې د بشري حقونو محکمه لري، په داسې حال کې چې د ختيزي اورپا ملکونه له 1990 ميلادي کال راپدېخوا ورسره دي . اودا حقيقت بايد هېر نسي . که له يوې خوا په روسيه کې جېلونه تر حد تېر ډک دي، له بلې خوا په فرانسه کې هم ستونځي سته . نو سړی نه ښايي يو اړخيزه قضاوت وکوي .)
د ختيزي اورپا د نورو مملکتونو لکه سلوانيا، گرجستان، ملداويا يا بوزنيا هرڅوگوونيا په برخه کې هم، د دوی د نفوسو په تناسب سره ډېر زيات د بشري حقونو تر پښولاندې کولو شکايتونه سته . آلمانۍ حقوق پوه ريناته يېگر Renate Jäger يې داسې تشريح کوي :
(د مثال په ډول رومانيه يادوم، يو هېواد چې کوچنی دئ او د آلمان د نارد راين وستفالن د ايالت په اندازه نفوس لري، خو ورڅخه دغومره شکايتونه سته، چې له ټول آلمان څخه دوه چنده دي . سړی ويني چې د وگړو د شمېر په پرتله ډېر زيات شکايتونه ورڅخه کيږي . دا د دې ښکارندوی دي، چې د رومانيې خلک د خپلې قضا په برخه کې بدگمانه دي . دا ورڅخه زما برداشت دئ . بې توپيره ده، چې دا بدگاني پرځای ده او که نه، خو موجوده ده . او دا بدگماني د دې سبب کيږي چې خلک ووايي : موږ غواړو دا څه په اورپا کې تر بحث او غور لاندې ونيول شي .)
په عين حال کې د شتراسبورگ محکمه بايد په لسهاوو زرو نورو پېښو باندي کار وکړي . دا چې هلته راوړل شوي د بشري حقونو شکايتونه به سپين د عغو مسؤلين به تعقيب او محکمه سي او که نه، نودا بيا بله خبره ده . ځکه چه ډير مسؤلين او مجرمين يا مړه دي . او د وخت په تيريدو سره نور هم مړه سي . سربيره پر دې په هر شکايت يا دعوی کې بايد د هغه هېواد قاضي حاضر وي، نو د روسيې قاضي زيات وخت ته ضرورت لري، تر څو قريب 30000دوسيې فيصله کړي، په داسې حال کې چې د ده آلماني ملگري ته يواځې 2500 زره دوسيې پرتې وي . نو آيا دا به معقول کار نه وي، چې د اورپا په محکمه کې د ځنيو هېوادونو د قاضيانو شمېر زيات کړل شي .
ګراټوول/ عارف وردګ
کتونکی : محمد قاسم نوري