په سوریه کې د بندیانو د تبادلې بهیر بشپړ شو
۱۳۹۱ دی ۲۱, پنجشنبهاعلان
د IHH ترکي مرستندویه سازمان مرستیال حسین اوروچ، د پنجشنبې په ورځ په استانبول کي د آلمان خبري آژانس ته وویل چي د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په سوریه کې د بندیانو د تبادلې بهیر بشپړ شوی دی.
د دغه بهیر په پایله کې چې څلور میاشتې یې دوام وکړ د سوريي رژیم ۲۰۰۰ نارینه، ۷۶ ښځینه او همدارنګه څلور ترکان آزاد کړي دي.
په همدې حال کې د سوریې پاڅون کوونکو هم هغه ۴۸ تنه ایرانیان آزاد کړي دي چې د ۲۰۱۲ کال په اګست میاشت کې یې نیولي ول.