په سنيگال کي د ولسمشرۍ د ټاکنو دوهم پړاو پېليږي
۱۳۹۱ فروردین ۶, یکشنبهاعلان
د لوېديځي افريقا په سنيگال هيواد کي نن د ولسمشرۍ د ټاکنو دوهم پړاو تر سره کيږي. په دغو ټاکنو کي اوسنی ۸۵ کلن ولسمشر عبدالله واد او پخوانی لومړی وزير مېکي سل کانديدان دي.
د دغو ټاکنو لومړی پړاو د فروروۍ پر ۲۶ تر سره سوی وو، خو په نوموړو کانديدانو کي يو هم په دې نه و توانېدلی چي اړين اکثريت رايي وگټي.
د ټاکنو دمخه په سينيگال کي د دې پر ضد احتجاجونه تر سره سول چي د هيواد ستري محکمې ولي له قانون څخه خلاف ولسمشر عبدالله واد ته د دريمي دورې له پاره د کانديدۍ اجازه ورکړه.