په دوو جوماتونو کی د ځانمرګو بریدونوعاملین ونیول سول
۱۳۸۹ بهمن ۱۵, جمعهدغه مسله پر داسي محال بربنډه سوه چی افغان استخباراتو په پلازمینه کابل کی په دوو جوماتونو کی په لسګونو کیلوګرامه چاودیدونکي توکي او انفجاري مواد چی د ځانمرګو بریدوړنو لپاره برابر سوي ول ونیول سول.
د پټ څاري اداری ویاند وايي چی دغو کسانو هم له دغو دوو جوماتونو د تخریبي عملیاتونو بریدونه جوړول او هم یی غوښتل په وروستي پړاو کی همدا دوه جوماتونه والوزوي.
لومړی جومات د چهار کلا د سیمي د حضرت عمر فاروق جومات وو.د ملي امنیت اجنټانو د شپي په تیاره کې په دغه جومات چاپه واچوله.
د جومات خطیب عبدالرحمان او یو بل کس په دغه چاپه کې ونیول سول.
د ملي امنیت ادارې ویاند لطف الله مشعل وايي چی دغو کسانو په پاکستان کي ترهګریزي زدکړي کړي وي او د حقاني له ډلي سره يي اړیکي لرلي چې غوښتل يي د کابل ښآر د نړیوال هوایي ډګر په دروازه او همدا راز د شش درک په سیمه کي غبرګ ځانمرګي بریدونه تر سره کړي.
د ملي امنیت ادارې ویاند لطف الله مشعل وویل چی مخالفین اوس خپلو جګړیو تکتیکونو ته بدلون ورکوي او زیاته یی کړه: «د دښمن په تکیتک کی چی کوم بدلون راغلی هغه دا ده چي هغوي په کابل او ولایتونو کی له دیني مدرسو او جوماتونو د پټن ځایونو او د بریدونو د پلانونو د جوړولو لپاره کار اخلي».
د ملي امنیت ادارې د کابل په دوو جوماتونو کی د ځانمرګو بریدونو د پلانونوکو تر نیولو وروسته له خلکو غوښتي څو له دي وروسته جوماتونو ته د شکمنو خلکو له ننوتو مخ نیوی کړي. مشعل وویل:«په کابل کې چې څو بریدوړنه سوي انفجاري مواد او ځان وژونکي یی د طالب او مسافر په نامه په جومات کې ساتل شوي وو چې پس له دې باید مقتدیانو دغو پیښو ته پام وکړي.»
پر همدې مهال د کابل د پل چرخي سیمي د جومات خطیب له دوو نورو کسانو سره یو ځای د ځان وژونکو او چاودیدوړنکو توکو د ساتلو په تور نیول سوی دی.
پټ څاري اداره وايي چی د غو کسانو د کابل پلچرخي په واټ د ملي اردو په موټرو او همدا راز د علاو الدین په سیمهه کې د پوځ په سرتیرو په شویو قاتلانه بریدونو کی لاس درلود.
د ملي امنیت اداره وايي چې د کابل په وزیر اکبرخان مینه کی د فاینست په عصري پلورنځي د تیري جمعې د ځانمرګي برید سمبالونکي یی هم نیولي دي. په دغه برید کی نهه تنه مړه او شپږ نور ژوبل سوي وو.
دغه اداره د افغانستان د ملي امنیت مامورین په نړیوالو معیارونو برابر بولي چی پر وینا یي د ملک دننه یي د اتیا سلنه ترهګریزو بریدونه شنډ کړي دي.
د ملي امنیت ریاست د حقاني شبکه چی ویل کیږي ځالي یې د پاکستان په میرانشاه او د افغانستان په خوست او پکتیا ولایتونو کي دي په ملک کی دننه د ډیرو ځانمرګو بریدونو تنظیمونکي بولي.
کابل – میرویس جلالزی
کتونکی: عبدالباری