په ترکمنستان کي د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کيږي
۱۳۹۰ بهمن ۲۳, یکشنبهاعلان
نن په ترکمنستان کي د ولسمشرۍ ټاکني تر سره کيږي. اټکل کيږي چي دغه ټاکنې به د هيواد اوسنی ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف وگټي. په دغو ټاکنو کي د کانديدو له ۷ سياستوالو څخه دوه ئې وزيران، يو والي او دوه تجاران دي چي سياسي پروگرام ئې د محمدوف سره ډېر ورته دئ. ۵۴ کلن د غاښو ډاکټر محمدوف په ۲۰۰۷م مېلادي کال د ۸۹ فيصدو رايو په گټلو سره د ترکمنستان ولسمشر وټاکل سو.