په برلین کې د روما او سنتیانو د یادون غونډه لمانځل کیږي
۱۳۹۱ آبان ۳, چهارشنبهاعلان
په پام کې ده چې نن به په برلین کې د نازیانو په لاس د۵۰۰ زرو وژل شوو روما او سنیتانو په یاد یوه غونډه تر سره شي او د یادون یو څلي به پرانیستل شي. دغه غونډه چې په برلین کې د رایشستاگ ودانۍ ته څیرمه تر سره کیږي په کې به د المان ولسمشر یوآخیم گاوک، صدراعظمه انگلا میرکل، د برلین ښاروال او د سنتي او روما د قوم د مرکزي شوری رئیس روماني روزي، هم گډون وکړي. داسې اټکل کیږي چې د هولوکاست څخه ژوندي پاتې شوي سل تنه به هم په دغه یادون کې گډون وکړي.