په اپر دير کي د سړک د غاړي ماین درې انسانان ووژل
۱۳۹۱ تیر ۳۱, شنبهاعلان
د پاکستان په خېبر پښتونخوا ايالت کي د سړک د غاړي پر ماين د يوه موټر د ختلو وروسته درې انسانان وژل سوي دي. د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخي دغه پېښه د افغانستان پولې ته څېرمه د اپردير د ډوگ درې په سيمه کي رامنځ ته سوې ده.
ځايي پوليس افسر احسان الله خان خبري آژانس ته ويلي دي چي په دغه پېښه کي د ريموټ کنټرول په مرسته له چاودل سوي بم څخه کار اخيستل سوی دئ. نوموړي زياته کړې ده چي په پېښه کي د درو تنو وژل کیدو سربیره اتنه ژوبل سوي هم دي.