په افغانستان کې د مخدره توکو د زیرمو په اړه اندیښنې
۱۳۹۱ مهر ۸, شنبهد روسیې د نشیې توکو پر ضد د ادارې مشر اندیښنه څرگنده کړې ده چې په ۲۰۱۴م کال کې به له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو تر وتلو وروسته د مخدره توکو په قاچاق کې زیاتوالی راشي. د هغه په وینا په دغه هیواد کې په دومره اندازه نشه یي توکي ذخیره شوي چې د راتلونکې لسیزي له پاره دغه تجارت ادامه موندلای شي.
د تاجکستان په پلازمینه دوشنبې کې د پاکستان، افغانستان او تاجکستان د هیوادونو د نشه یي توکو پر ضد د ادارو له چارواکو سره ویکتور ایوانوف تیره ورځ په یوه غونډه کې وویل: «مونږ اټکل کوو چې د افغانستان مخدره توکي د روسیې د مخدره توکو ۳۰ سلنه جوړوي. په افغانستان کې له یوولسو کلنو راهیسې پوځی عملیات ادامه لري. تر هغې وروسته به د امنیت مسئولیت څوک پر غاړه واخلي.»
د روسیې د نشه ییي توکو د کنترول د فدرالي ادارې په وینا، روسیه یو له هغه هیوادونو څخه شمیرل کیږي چیرې چې په هیروینو د ا ختوو کسانو شمیر لوړ دئ او شاوخوا پنځه میلیونه انسانان مخدره توکي استعمالوي.