1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ناټو څواکونو د زياتوالي پر سر سلا مشورې رواني دي

۱۳۸۷ اسفند ۱۵, پنجشنبه

په افغانستان کي اوس د 71000 په شا او خوا کي بهرني سرتيري پراته دي- له دې ډلي څخه تر نيمايي زيات يعنی 38000 تنه د امريکې له متحده ايالتونو څخه

https://p.dw.com/p/H6Eb
د ناټو د غړي هيوادونو استازي
د ناټو د غړي هيوادونو استازيانځور: AP

د امريکې نوي مشر بارک اوباما د فبرورۍ د مياشتې په 15 نېټه د سه شنبې په ورځ، پر خپلو ځواکونو باندې د 17000 تنو نورو سرتېرو د زياتونې اعلان وکړ. يو زيات شمېر نور هېوادونه هم، په تېره بيا د 2009 ميلادي کال د آگست مياشتې ته په افغانستان کې د اولسمشريزه ټاکنو په نظر کې نيولو سره، غواړي په نوموړي هېواد کې د خپلو عسکر شمېر لوړ کړي. له دې مخې به د آلمان پر موجودو 36000 تنو سرتېرو باندې لومړی 600 تنه نور ورزياتيږي.

د آلمان فدرالي شورا د 2008 ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کې، د افغانستان د پاره د خپلو عسکرو اعظمي شمېر 4500 تنو ته جگ کړ. دا شمېر د نوو 600 تنو په ورلېږلو سره هم نه پوره کيږي. په بهر کې د تعبيه شوو آلماني عسکرو له ډلې څخه تر نيمايي زيات په افغانستان کې دي.

په افغانستان کې اوس هم لکه د پخوا په شان، د نړيواله صلح ساتونکو ځواکونو ISAF او د امريکې تر مشرتابه لاندې د OEF (Operation Enduring­ Freedom) يا تل پاتې صلحې تر نامه لاندې د بهرنۍ ټلوالې تر منځ توپير شته. د آلمان د حکومت له نظره نړيوال صلح ساتونکي ځواکونه ISAF دا دنده لري، د افغانستان له حکومت سره د امنيت راوستلو او ساتلو په برخه کې مرسته وکوي. دا موخه هم لري، چې د افغاني دولتي ادارو، ملگرو ملتونو او نور نړيوالو کارمندانو او پرسونل ته با امنيته چاپېريال برابر کړي. د دې په مقابل کې، د هم هغه سرچينو په حواله، د OEF دنده دا ده، چې د ترهگرانو قرارگاوې او تعليمي مرکزونه شنډ کړي، له ترهگرو سره مبارزه وکوي، راگير يې کړي او عدالت ته يې وړاندې کړي. افغانستان کې د امريکې تر قومانده لاندې په OEF ځواکونو کې 160000 عکسر برخه لري. له دوی نه زياته برخه امريکايان دي. د 2008 ميلادي کال د نوومبر په مياشت کې د آلماني کوماندو KSK د 100 تنو سرتېرو د دندې په پای ته رسېدنې سره اوس جرمني سرتيري په OEF کې برخه نه لري.

په ISAF کې د امريکې د متحده ايالتنو په شمول 41 هېوادونه ټول 55000 عسکر لري. ISAF د امن د نړيوالې جرگې د يو شمېر پرېکړو له مخې، د ملگرو ملتونو لخوا مامور شوي او د 2003 ميلادي کال د آگست د مياشتې راهيسې د ناتو تر قومانده لاندې دي. له امريکې وروسته زيات شمېر عکسر لويې برطانيې، آلمان، کاناډا، هالنډ، ايطاليې، فرانسې، ترکيې او آستراليا ورکړيدي.

د ISAF ځواکنه بيا په سيمه ايزه کوماندو ويشل شوي، کومې چې د پلازمينې کابل، په شمال کې د مزارشريف، په لويديز کې د هرات، په جنوب کې د کندهار او په ختيز کې د بگرام مسئوليت پر غاړه لري. په ولايتونو کې بېرته رغونې د امنيت او ملاتړ په خاطر ٢٦ د بيارغونې ډلې PRT (Provincial Reconstuction Teams) جوړې شوې، کومې چې د ISAF د قطعو تر قوماندو لاندې دي. نو ځکه آلمانۍ ځواکونه هم د شمال د سيمه ايزو کوماندومسئوليت پر غاړه لري او هم د هغه سيمې د پاره په کندز او فيض آباد کې د موجودو PRT مسئوليت. آلمان برسېره پر دې د 2008 ميلادي کال د جولای د مياشتې راپديخوا په کندز کې له 200 تنو گړنديو عمل کوونکو QRF (Quick Reaction Force) څخه جوړه يوه قطعه او د 2007 ميلادي کال د اپريل د مياشتې راهيسې ٦ دانې تورنادو Tornad ډوله کشفي الوتکې د هوايي عکس اخيستلو په منظور ورکړې دي.