په اروپا کي د القاعدې يو ستر پلان شنډ سو
۱۳۸۹ مهر ۷, چهارشنبهدغه خبر په لومړی سره کي د برتانيې د استخباراتي سرچنو د خولې برتانوي تلويزوين، Sky News، خپور کړی.
د برتانيې نشراتي مؤسسې،BBC، وويل:« په وروستيو کلونو کي دا د القاعدې تر ټولو جدي پلان ؤ» چي مشري يې د پاکستان په قبايلي سيمو کي ددې شبکې فراري مشرانو کوله.»
د متحده ايالاتو تلوزيوني شبکې ABC د امريکايي چارواکو له خولي وويل چي د دغو حملو بل ممکنه هدف د امريکا متحده ايالت ؤ او جمهور ريس بارک اوباما ته د دغه ګواښ په هکله معلومات ورکړل سوي ؤ.
دSky د رپوټ له مخه، د حملو دپاره پلانونه وړاندي سوي ؤ، خو هغو عملي بڼه غوره نه کړه.
په دې وروستيو وختو کي په پاکستان کي د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کي د ددغه پلان يو شمير طراحان ووژل سول او پلان ګډوډ سو.
د BBC په رپوټ کي بيا راغلي دي چي د جهاديانو په وسلو سمبالو ټولګيو پلان درلود چي لويديځ اتباع يرغمل ونيسي او په قتل يي ورسوي، کټ مټ هغسي لکه څنګه چي د 2008 کال د نومبر په مياشت کي د هند د موبيی په هوټلونو کي پيښ سول.
د موبيي په حملو کي لس تنو وسلوالو د دري ورځو يرغمل نيونو په ترڅ کي 166 کسان ووژل او څه د پاسه 300 نوريي ټپيان کړل.
په برتانيه کي نن« ملي امنيت ته د ګواښ» د ښودلو درجه «ډيره لوړه» وه، حتي هغي درجې ته ورسيده چي د جنورۍ په مياشت کي رسېدلي وه. معني دا چي د تروريستي حملو خطر ډير زيات دی.
د تروريستي حملو د ګواښونو په لړ کي فرانسه هم د خبرداري په لوړ حالت کي راوستل سوي، خو يو چارواکي يې پرون وويل چي دغه خبرداری د القاعدي د رپوټ ورکړل سوي پلان سره تړاو نه لري.
د برتانيې خبري تلويزيونSKY په خپل رپوټ کي ويلي دي چي اروپا ته دغه جوړ سوی پلان د لويي برتانيې، امريکا د متحده ايالاتو او فرانسي د استخباراتي همکاريو په نيتجه کي شنډ سو.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل