1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر پوتين د يوه بريد مخنيوی سوی دئ.

۱۳۹۰ اسفند ۸, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14AwM

په روسیه کي د جمهوري ریاست له پاره تر انتخاباتو لږ مخکي د روسيې او اوکرایني استخباراتو د رپوټونوله مخي پر پوتین باندي د یوه برید مخنیوی سوی دئ. د تلویزیون د لومړي کانال په حواله چي د کریملن له خوا کنترولیږي، د اوکراین د ادېسه په ښار کي اسلامي ترهګر نیول سوی دئ چي غوښتل ئې پر پوتین باندي یو برید ته تیاری ونیسي.

په تلویزیون کي دوه تنه نیول سوي نارینه ښکاره سول چي ویل ئې، دوی ته د چیچنیایانو د مشر دوکو عمروف له خوا دستور ورکړل سوی وو. پر عمروف باندی تور لګول کیږي چي د روسیې په پایتخت کي د ډېرو خونړیو بریدونو مسئولیت په غاړه لري. پوتین غواړي د مارچ پر څلورمه نېټه ځان د روسيې جمهوري رياست ته کانديد کړي.