پر غزې د اسرائيلي هوايي بريد له کبله لس فلسطينيان ووژل سول
۱۳۹۰ اسفند ۲۰, شنبهاعلان
د غزې په تړاډه کي د اسرائيلي جنگي الوتکو په بمباریو کي لږ تر لږه لس فلسطينيان وژل سوي دي. ويل سوي چي په وژل سوو کسانو کي د فلسطينيانو د ملي پاڅون د کمېټې په نوم د ډلې يو مشر ظهير القيسي، هم شامل دئ.
پر نوموړي تور دئ چي په ۲۰۰۶ مېلادي کال کې ئې د اسرائيلي عسکر گيلات شاليت په تښتونه کي لاس درلود.