پر سپينې ماڼۍ د بريد د پلان د جوړولو په تور يو تن نیول شوی دئ
۱۳۹۰ بهمن ۲۹, شنبهاعلان
د امریکا متحده ايالتونو فدرالي امنيتي ادارې (FBI) ويلي دي چي يو داسي شکمن ترهگر ئې نيولی دئ چي غوښتل ئې پر سپينه ماڼۍ ځانمرگی بريد تر سره کړي. د ايالتونو د عدليې وزارت ويلي دي چي نيول سوی ۲۹ کلن کس چي په مراکش يا المغرب هيواد کي ږېږېدلی دئ د تېر يو کال راهيسي تر څار لاندي وو. زياته سوې چي پټو امنيتي چارواکو و دغه کس ته ځان ترهگر معرفي کړي ول او د هغه وروسته ئې دی ونيوی چي د دوی څخه يې د بارودو کمربند قبول کړ. وزارت ويلي دي چي په دغه کمربند کي په اصل کي هيڅ چاودېدونکي مواد نه ول.