پارلماني ټاکني د زور زياتيو سره مل پيل سوې
۱۳۸۹ شهریور ۲۷, شنبهاعلان
د امنيتي چارواکو په خبره نن سهار په کابل کي د امريکا سفارت او ايساف ځواکونو د قرارگاه تر منځ يو راکيټ لگېدلی چي ځاني تاوان يې نه درلودی.
دغه راز طالبانو په هرات، غزني او بدخسان ولايتونو کي مخکي تر دې چي رايه ورکونه پيل سي، پنځه د رايه ورکلو مرکزونه يې قبضه کړي دي.
وسلوالو طالبانو په افغانستان کي پارلماني ټاکني تحريم اعلان کړي او ويلي يې دي چي هر څوک چي په دې ټاکنو برخه واخلي بريدونه به ورباندي وسي.
دغه ټاکني د افغانستان د ثبات د پاره خورا احميت لري. د پارلمان و ۲۴۹ چوکيو ته ۲۵۰۰ کسانو ځانونه نومولي دي او سيالۍ کوي.
په افغانستان کي د رايه ورکولو مستحق کسان ۱۱،۴ مليونه وگړي. داسي ويل کيږي چي لومړني نتايج به يې د اکتوبر د مياشتي په لومړي لسو ورځو کي معلوم سي.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم