يونګ افغانستان ته د نورو عسکرو د ليږلو موضوع پارلمان ته وړاندي کړه
۱۳۸۷ تیر ۴, سهشنبهدآلمان داتحاديي جمهوريت دمرکزي پارلمان بوندستاګ د دوبي د رخصتۍ څخه لږ دمخه ، ددفاع وزير فرانس يوزف يونګ په افغانستان کي دآلمان دپوځ دشمېر د ډيريدو پيشنهاد کړی دی. ده ويلي دي چي دننګونو په وړاندي، دغبرګون د ښودلو لپاره لازمه ده چي دنړيوال سوله ساتي ځواک په چوکاټ کي د آلماني عسکرو شمېر زيات سي. هغه ويلي دي: زه دا وړانديز دپوځ دعمومي پلټني په پوځي مشوره سره کوم. اوغواړم ووايم چي، موږ پدې ډول افغانستان ته د عسکرو د لېږلو شمېر چي دپارلمان لخوا 3500 کسه تصويب سوی و، 4500 عسکرو ته ډير کړو.
د آلمان د اضافي عسکرو داستولو پر موضوع باندي ددغه هيواد اولسي جرګه په مني کي خبري وکړي اورايي به پر واخلي. اودا شمېر به بيا ترپارلمان ټاکنو يعني د 2009 کال تر پايه پوري وچليږي . په پارلمان کي، دحکومت کونکو ګوندونو اودمخالفو ګوندونو ديوې برخي لخوا ددې وړانديز سره موافقه ښودل کيږي. خوکيڼ لاسي ګوند مخالفت ورسره ښيي. داخبره هم لا روښانه نده چي، د اضافي عسکرو د جملې څخه به په څه تعداد افغانستان ته ولېږي.
يونګ ويلي دي چي، دآلمان اردو به په افغانستان کي دسيمه ايز پوځ د زده کړي او تعليم په برخه کي مرسته يو پر درې زياته کړي، او د فرانسې سره به په ګډه په کابل کي دلوژستيک يو ښو ونځی جوړ کړي، اودنوروهيوادونو دهغو عسکرو ځای به هم ونيسي چي دافغانستان په لويديځ اوجنوب کي ګمارل کيږي، اوسربيره پردې به په 2009 کال کي دافغانستان دټاکنو دامنيت دتامين لپاره زياتو عسکرو ته اړتياده.
دآلمان د دفاع وزير سربيره پردې دافغانستان اوپاکستان ترمينځ د سرحدي وضعي په هکله هم څرګندوني وکړې، چي هلته څه ناڅه 60000 کسه بېله کنټروله اوړي او را اوړي.
يونګ زياته کړه: امنيتي وضعه لا پسي خرابه سوې ده، چي دا دکندهار پر بنديخانې باندي تر بريد کولو وروسته ښه څرګنده سوه. زه له همدې کبله پدې عقيده يم چي موږ باي، ځان د افغانستان اوپاکستان د ګډي پولي په لانجوباندي زياتره مصروف کړو، ځکه چي دا په عيني حال کي دتروريستانو پټن ځای دی، اوهلته دتروريستي فعالتونو تبادله هم کيږي. ددې لپاره چي آلمان دسرحد د ډاډه کولو په برخه کي ونډه واخيستلای سي بايد چي د افغانستان او پاکستان سرحدي کمېسيون ژر تر ژره يوې نتيجې ته ورسيږي. يونګ وويل چي، دآلماني عسکرو د پوځي ماموريت سيمه به لکه دپخوا په ډول دافغانستان شمال وي. خو 40 تنه مخابره چيان به په جنوب کي له نورو پوځونوسره خپلو مرستو ته دوام ورکړي . دآيساف په چوکاټ کي دآلماني عسکرو دشمېر د ډيرېدوسره به دايتلاف دپوځ په چوکاټ کي دامريکايي عسکرو شمېربه د 1400 څخه 800 ته راکښته سي.