ياغیانو د حلب په ښار د لوی برید ادعا کړې ده
۱۳۹۱ مهر ۷, جمعهاعلان
د سوریې اپوزیسیون د پنجشنبې په ورځ د حلب پر ښار د لوی حملې ادعا کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې خبرداری ورکړی دئ چې د روان کال تر پایه ښایي له دغه هیواد څخه ۷۰۰ زره خلک له هیواد څخه ووځي. د سوریایي بشري حقونو ټولنې په دغه ښار کې د سختې جگړې رپوټ ورکړی دئ او ویلي دي چې تیر ماښام سوونو یاغیانو په دغه جگړه کې برخه اخیستې ده.
په عین وخت کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون، د عربي لیگ مشر نبیل العربي او د سوریې له پاره د دغه دواړه ټولنو ځانگړي استازي لخضر براهیمي داسې انديښنه څرگنده کړې ده چې سوریه به د سیمه ییزي جگړې په ډگر واوړي. له بل پلوه د لویدیځ له خوا پر روسیې او چین باندې ډیر زیات فشارونه دي چې د ملگرو ملتونو له خوا د اسد د رژیم پر وړاندې په عمل کولو کې په خپل مخالفتونو کې نرمښت راولي.