وېستروېله د گراس شعر وغانده
۱۳۹۱ فروردین ۲۰, یکشنبهکړي دي. گيونتر گراس چي د خپلې ليکوالۍ له پاره د نوبل نړۍ واله جايزه هم لري، د اسرائيل او ايران تر منځ پر کړکېچ يو شعر ليکلی ؤ.
دغه شعر د نيويارک ټايمز تر څنگ په يو شمېر نورو مشهورو انټرنیټ پاڼو کي خپور سوی وو چي پکښي اسرائيل ته د نړۍ والې سولې د گواښونکي په توگه خطاب سوی وو. ولي چي د گراس په وينا د ايران د اتومي پروگرام په بهانه اسرائيل نوی کړکېچ رامنځ ته کول غواړي.
د المان د بهرنیو چارو وزير اوس په يوې المانۍ ورځپاڼه کي ليکلي دي چي د گراس له لوري د ايران او اسرائيل په يوه تله کي اچول نه يوازي دا چي زيات تفکر نه لري بلکه يو بدخونده او بې معنا عمل دئ. د وېستروېله په وينا هغه څوک چي د ايران اتومي گواښ ته د گواښ په سترگه نه گوري، هغه د حقيقت څخه سترگي پټوي. د اسرائيل لومړي وزير بن يامين نتنياهو هم د الماني شاعر گراس دغه شعر په سختو ټکو کې غندلی وو.