ویستر ویله: د اروپا په قانون کي ديموکراسي لومړی ځای لري
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبهاعلان
د جرمني خارجه وزیر ګیدو ویستر ویله، اوکراین ته د اپوزیسیون د مشری یولیا تیموشینکو سره د بد چلند له کبله خبرداری ورکړ. ده د بیلد په نامه آلمانۍ ورځپاڼي ته وویل، چي اروپايي ټولني ته د داخلېدو له امله باید د کیف حکومت په دې پوه سي چي د اروپا په قانون کي دیموکراسي او انساني حقوق لومړنی ځای لري. ده زیاته کړه، چي د اروپا د شورا د یوه غړي په حیث اوکراین مکلف دئ چی بشري حقونو ته درناوی وکړي. په عین حال کي دغه الماني سیاستوال پیشنهاد وکړ، چي د تیموشینکو درملنه دي په یوه الماني کلینیک کي تر وسي. ویستر ویله همدارنګه د فوټبال د نړیوالي اتلولۍ په جریان کي د مظاهرو تر سره کول هم له امکان څخه لیري نه بولي.