ویستر ویله ایران ته د نورو بندیزونو د لگولو گواښ وکړ
۱۳۹۱ مهر ۱۳, پنجشنبهاعلان
د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویله، ایران ته د نورو بندیزونو د وضعه کولو له امله خبرداری ورکړ. ده د چهارشنبې په ورځ په مونشن کې وویل چې که په دې اړه اساسي خبرې اترې مخ ته ولاړې نه شي نو هغه به د اکتوبر په میاشت کې د دغو بندیزونو پر ډیرولو باندې فشار نور هم زیات کړي.
ویستر ویله دا هم وویل چې اوسنيو بندیزونو نتیجه ورکړې ده او زیاته ئې کړه چې اوس هم باید د ایران د اتومي شخړې د هوارولو له پاره د حل پر یوې سیاسي او دیپلوماتیکې لاری باندې فکر وسي. ویستر ویله وویل چې پر اتومي وسلو سمبال ایران به د المان له پاره په هیڅ ډول د منلو وړ نه وي.