ولسمشر هادي د يمن دوه مهم پوځي جنرالان له دندي گوښه کړل
۱۳۹۱ فروردین ۱۹, شنبهاعلان
د يمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي د خپل هيواد دوه لوړ پوړي پوځي جنرالان له دندې گوښه کړي دي. ويل سوي چي دغه دوه جنرالان د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح نژدې ملگري ول. په گوښه کړل سوو پوځي مشرانو کي د پخواني ولسمشر صالح ناسکه ورور او د هوايي پوځ مشر قومندان هم شامل دئ.
هادي په عينی حال کي د هيواد د څلورو ولايتونو واليان هم بدل کړي دي. د هادي نوموړي وروستۍ پرېکړي د پخواني ولسمشر صالح پر ضد د سختو گامونو د اوچتولو په توگه ارزول سوي دي. صالح د فبرورې په مياشت کي د ۳۳ کلنۍ واکمنۍ او د دوامداره احتجاجونو وروسته له واک څخه ليري سوی وو. پر صالح تور لگول کيږي چي هغه تر اوسه د خپلو ملگرو پوځي مشرانو په مرسته د يمن د بې ثباته کولو هڅې کوي.