1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسلوالو په خوست کې د ښوونې يو تن مرستيال مدير وژلی دی

۱۳۸۶ تیر ۱۱, دوشنبه

ناپېژاندو وسلوالو د پوليسو په وينا يو تن د ښوونې مرستيال مدير وژلی دی. ښاغلی سيد عثمان حسيني خپل کار ته د تگ پر مهال د وسلوالو لخوا په ډزو کې وويشتل شو.

https://p.dw.com/p/DK9L
د کورنيو چارو وزارت غبرگه کړه چې نوموړی »د ښوونې او روزنې د دښمنانو له لوري ووژل شو.«
د کورنيو چارو وزارت غبرگه کړه چې نوموړی »د ښوونې او روزنې د دښمنانو له لوري ووژل شو.«انځور: Pahjwok Afghan News
دغه څرگندونې د پوليسو يوه وياند ښاغلي وزير باچا د اي اف پي خبري اژانس ته وکړې. د ده يو ملگری هم په ډزو کې ټپي شو. د کورنيو چارو وزارت غبرگه کړه چې نوموړی »د ښوونې او روزنې د دښمنانو له لوري ووژل شو.« پوليسو په کومې ځانگړې ډلې تور ونه لگاوه خو دغسې ورته بريدونه څو ځلې طالبانو تر سره کړي دي. ښاغلي وزير باچا زياته کړه چې نوموړي مرستيال مدير کومه شخصي تربگني نه درلوده او کېدای شي چې »د افغانستان دښمنان« د دغې کړنې تر شا وي. د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد د طالبانو پړه رد کړه او ويې ويل چې دوی نوموړی مرستيال مدير نه دی وژلی. لږ تر لږه 85 تنه زده کونکي او معلمان تېر کال په داراز بريدونو کې وژل شوي دي. په دا ډول پېښو کې د افغانستان د ښوونې او روزنې د وزير محمد حنيف اتمر په وينا 187 ښوونځي هم وران کړای شوي دي.