وحيد عمر: پنځه کاله د مخه مو د تور ليست څخه د يو شمېر طالب مشرانو د ليري کولو غوښتنه کړې وه
۱۳۸۹ تیر ۲۲, سهشنبهواشنگټن پوست ورځپاڼي تيره ورځ د يو لوړ پوړي افغان چاواکي له خولې داسي خبر خپور کړی چي افغان حکومت د ملگرو ملتونو څخه غوښتي چي د ۱۳۷ طالب مشرانو د ډلي څخه د ۳۰ څخه تر ۵۰ تنو پوري نومونه يې د تور ليست څخه و ايستل سي.
خو د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر دغه خبر رد کړی او ويلي يې دي چي افغان حکومت پنځه کاله د مخه د ملگرو ملتونو څخه غوښتي ول چي د ۲۰ تنو طالب مشرانو نومونه دي د تور ليست څخه وباسي.
د عمر په خبره د هغه ليست څخه چي په ۲۰۰۵ ميلادي کال کي ملگرو ملتونو ته ورکړل سوی و يوازي لس نفره پاته دي چي د هغوئ نومونه په دې نژدې وختونو کي د ملگرو ملتونو ټولني ته وسپارل سو تر څو پر هغه باندي غور وسي.
د عمر په خبره د هغو لسو تنو د ډلي څخه يوازي د پنځو تنو نومونه د تور ليست څخه و ايستل سول او نور پنځه تنه و فات سوي دي.
د ولسمشر کرزي وياند ټنگار وکړئ چي يوار بيا د لسو تنو طالب مشرانو نومونه د ملگرو ملتونو ټولني ته سپارل سوي دي تر څو د تور ليست څخه يې د ايسته کولو پر سر تصميم و نيول سي.
عمر زياته کړې چي افغان حکومت په دې لټه کي دی تر څو د ملگرو ملتونو د امنيت شورا سره د تور ليست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ليري کولو پر سره مستقيماًو ږغېږي.
هغه ويلي دي چي ښايي په راتلونکي کي د نورو طالب مشرانو نومونه هم د ملگرو ملتونو ټولني ته وسپارل سي تر څو د تور ليست څخه د ليري کولو پر سر پريکړه وسي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی. زيارمل