واشنگټن پوست: د پيترويس څرګندونو د کابل حکومت عصبي کړی
۱۳۸۹ اسفند ۴, چهارشنبهواشنګټن پوست ورځپاڼه ليکي چي، په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د وروستيو بمباریو په اړه د ناټو او امريکايي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال ديويد پيترويس تبصرو افغان حکومت سخت عصبي کړی دی.
دغه بمبارۍ څو ورځي د مخه په کونړ ولايت کي پر يو کلي باندي وسوې.
د ورځپاڼي په خبره د افغان ولسمشر حامد کرزي او د هغه د مرستيالانو سره د ليدني پر مهال پيترويس ويلي چي د افغان حکومت دغه غيري اعتمادي خبري چي په کونړ ولايت کي يو شمېر ملکي کسان وژل سوي د منلي نه دي.
ورځپاڼه د جنرال پيترويس د خولې ليکي چي، دغه ډول خلک اوس هر وخت چي هر څه وسي وايي دا کار بهرنيانو کړی او د هغوی په بمباريو کي ملکي وکړي وژل سوي.
جنرال ويلي دي چي، يو شمېر پلرونه په خپله خپلو ماشومانو ته تاوان ور رسوي بيا دولت ته خبر ورکوي چي دا د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کي ټپي سوي دي.
يو افغان چي د کرزي او پيترويس تر منځ د خبرو پرمهال حاضر و واشنګټن پوست ورځپاڼي ته ويلي چي دا خبري د منلو نه دي.
هغه ويلي کله چي ما دغه خبري واوريدلې پر سر مي اور بل سو او نژدې و چي لوېدلی وای، تاسي داسي مور او پلار ليدلي يا اوريدلي چي خپل اولاد په خپله مړ يا ټپي کړي.
دغه افغان چارواکي چي نوم يې نه دې ښودل سوی ويلي چي دا د افغان حکومت د سخت غبرګون سبب سوي.
د افغان چارواکو په خبره تيره اوني په کونړ ولايت کي د ناټو ځواکونو په هوايي بمباريو کي شاوخوا ۵۰ تنه ملکي وګړي وژل سوي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم