هلمند: د سړک د غاړې ماین شپږ تنه محلي پولیس وژلي دي
۱۳۹۱ مهر ۱۹, چهارشنبهاعلان
د افغانستان په سویل کې د سړک دغاړې د ماین په یوه چاودنه کې شپږ تنه ځایي پولیس وژل شوي دي. دغه خبر د هلمند ولایت چارواکو ورکړی دئ. د هلمند ولایت د ناد علي ولسوالۍ د پولیسو مشر محمد ابراهیم د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه پیښه نن سهار وختي هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د پولیسو یو موټر د سړک د غاړې په یوه ماین والوت.
زیاته شوې ده چې د پیښې قربانیان محلي پولیس دي. محلي پولیس یا اربکیان د افغانستان د کورنیو چارو د وزرات په چوکاټ کې دنده پر مخ بیایي. د یوه بل رپوټ په حواله تیره ورځ د ارزگان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د افغانستان د علماو د شوری یو تن غړی هم ترور شوی دئ. افغان ولسمشر حامد کرزي د نوموړي تن وژل غندلي دي.