هسپانيه د جنورۍ پراوله د اروپايي ټولني مشرتابه اخلي
۱۳۸۸ دی ۹, چهارشنبهد جون په آخره کښي د سويډن د اروپا وزيري سي سېليا مالمسټروم د خپل هيواد د اروپايي ټولني اصلي ټکو ته په دې ډول اشاره وکړل :
« موږ ټولو ته دا معلومه ده ، چه دغه مشرتابه په يوه سخت وخت کښي موږ ته رسيږي . نوی پارلمان انتخابيږي ، کميساري تغير کوي ، موږ د لزبون د قرارداد په اړه د آيرلينډ د ريفرانډم څخه په تشويش کښي يو ، چه د ټولني دپاره به يو سم قانوني چوکاټ رامنځته نسي ، او موږ د اقتصادي بحران سره مخامخ يو .»
خو اوس اقتصادي بحران د هغه وخت غوندي ډير سخت نه ښکاري ، ولي تر ټولو دمخه بيا اوس هغه تشويش له منځه تللی دی ، چه څنګه او اصلأ به دلزبون تړون امضأ سي . د لزبون تړون پدې منځ کښي نافذ سوی دی .
او د هسپانيې د اروپايي ټولني مشرتابه اولينه مشرتابه ده چه ټولنه به د هيرمان فان رومپې په دايمي رياست او کاترينه آشتون په خارجي – سياسي عالي کميسارۍ سره په کار شروع وکي .
د هسپانيې د اروپايي ټولني مشرتابه په دې وسيله نسبتأ خپل اهميت د لاسه ورکوي ، خو هسپانويان غواړي هغه ته احترام وکي . د هسپانيې خارجه وزير مِيګِل اَنخيل موراتينوس هم غواړي د هغه تر شا ودريږي ، دا ډول لکه ددريم شخص په حيث . دی وايي ،
« د هسپانيې خارجه وزير کاملأ د ميرمن آشتون په اختيار کښي دی . هغه کولای سي ددې سره کومک وکي ، چيري چه دی د تاريخي دلايلو او تجربو ، د منځني ختيح ، جنوبي امريکا ، شمالي افريقا او مديترانې سره د نژديوالي له کبله يې لري . هلته سړی کولای سي ګډ کار سره وکي . »
او همدغه خاصي تجربې به د هسپانيې دکار په ځينو اصلي ټکو کښي شامل وي . د منځني ختيح په باب موراتينوس يو څه پيش قدمي وکړل ، او ويې ويل ،
«زما تصور ، زما خيال او کار دا دی چه ددې دپاره کار وکم ، چه موږ په 2010 کال کښي بلاخره يو فلسطيني دولت ولرو ، چه د اسراييلو سره په سوله او امنيت کښي ژوند وکي . ولي بايد ډير انتظار وکو . »
هازل باخ/
کتونکی : محمد قاسم نوري