1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هر کال ۳۰۰۰ افغانان د نا پاکو اوبو د څښلو له امله مري

۱۳۸۹ آبان ۵, چهارشنبه

په افغانستان كي د سياسي او اقتصادي ناخوالو ترڅنګ د پاكو اوبو نشتوالى په يوې مرګوني ستونزي بدل سوى دی.

https://p.dw.com/p/Popy
د افغانستان په كليوالي سيموكي ډيری خلك د ويالو د روانو اوبو څخه ګټه اخلي او په ښارونو كي د څاګانو اوبه كارول كيږي.
د افغانستان په كليوالي سيموكي ډيری خلك د ويالو د روانو اوبو څخه ګټه اخلي او په ښارونو كي د څاګانو اوبه كارول كيږي.انځور: DW

دعامي روغتيا وزارت په رپوټو كى ويل سوي دي چي په روغتونونو او شخصي كتنځيوكي په سلوكي اويا ناروغان د نا پاكواوبو د څښلوله امله زوريږي.

راپورونه وايي چي هركال تر درو زرو ډير كسان د نا پاكو اوبو د څښلو له امله خپل ژوند د لاسه وركوي چي دامهال يې افغان وګړوته د يوناورين په توګه بله روغتيايي لانجه رامنځ ته كړې ده.

د افغانستان د اوبو او كاناليزاسيون رئيس دادمحمد بهير وايي چي پاكي اوبه يوه حياتي مسئله ده. خو په دغه هيواد كي اوس همدغه نا پاكه اوبه د خلكو ژوند اخلي او د ناروغانو ګراف يې ډير لوړ تللى.

بهيروايي چي موږ اوس يوازي د هيواد په كچه په سلوكي له 22 څخه ترپنځه ويشت پوري ايله پاكي اوبه خلكوته برابري كړي او پاته پنځه اويا كسان د سيند – ويالو او نا پاكوڅاه ګانو اوبه څښي چي يو روغتيايي بحران يې رامنځ ته كړی دی.

دى وايي چي د پاكو اوبو د برابرولو لپاره زياته بودجه او تخنيكي امكانات په كاردى چي دده اداره يې په واك كي نلري.

د كابل د ښار د څښلو د روغتيايي اوبو د برابرولو د ادارې رئيس انجنيرمحمديونس زمينداوری بيا وايي چي د كابل د ښار اوسيدونكوته يې ايله په سلوكى څلويښت د څښلوروغتيايي اوبه برابرى كړي دي اونور ښاريان نا پاكه اوبه څښي.

پر دې سربيره چي په افغانستان کي پاکي اوبه نسته په هغه هيواد کي د کاناليزاسیون نشتوالی يوه بله غټه ستونزه ده.

په افغانستان کي د پاکو اوبو د برابرولو د پاره د المان هيواد تر اوسه پوري شاوخوا ۱۵۰ ميلونه یورو لگولي دي.

زمينداوري د پاكواوبوپه برابرولو كى د المان هيواد د مرستي درناوي کوي خو غوښتنه کوي چي دغه مرسته د دولت په اختيار کي ورکړي نه د کمپنۍ.

دا په داسي حال كي ده چي د افغانستان په كليوالي سيموكي ډيری خلك د ويالو د روانو اوبو څخه ګټه اخلي او په ښارونو كي د څاګانو اوبه كارول كيږي.

جمال کوټوال/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل