هانگ کانگ: د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۳۶ تنه وژل شوي دي
۱۳۹۱ مهر ۱۱, سهشنبهاعلان
په هانگ کانگ کې د یوې کښتې د ډوبیدو له امله لږ تر لږه د ۳۶ کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دئ. دغه پیښه د دوو کشتیو د جنگیدو له امله رامنځ ته شوې ده. زیاته شوې ده چې په دغه پیښه کې ۴۵ تنه ټپیان شوي هم دي. د هانگ کانگ د دولت په وینا تر اوسه ۱۰۰ کسان له اوبو څخه ژغورل شوي دي. دغه پیښه د لاما په جزیره کې رامنځ ته شوې ده. د پولیسو په وینا تر اوسه د پیښې علت نه دئ معلوم.